تهران (شال نیوز) : د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي وايي چې تهران د افغانستان د وضعیت او په سیمه کې د روانو تحولاتو په اړه له چین، روسیې او پاکستان سره د څلور اړخیزې ناستې د جوړولو پلان لري.

 

بقايي خبریالانو ته ویلي، د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په پام کې نیولو سره، ایران د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په دې اړه له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلو مشورو ته دوام ورکوي.

 

نوموړي زیاته کړې چې د ایران د چارواکو د ترکیې او پاکستان د وروستیو سیمه‌ییزو سفرونو پر مهال، د افغانستان پر وضعیت او اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

 

د هغه په وینا، د تېرې تلې میاشتې په مسکو کې د مسکو فارمټ د غونډې پر مهال هم د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ پراخې سلا مشورې ترسره شوې دي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شانګهای د همکاریو سازمان، څلور اړخیزو غونډو او د مسکو فارمټ ناستو ته په اشارې ویلي، تهران هڅه کوي چې د افغانستان په اړه له سیمه‌ییزو شریکانو سره همغږي او مشورې پیاوړې کړي.

 

تهران: د افغانستان، پاکستان او ایران امنیت له یو بل سره تړلی دی
تهران: د افغانستان، پاکستان او ایران امنیت له یو بل سره تړلی دی

 

بقايي ټینګار کړی چې د افغانستان پرمختګونه د ایران او سیمې د نورو هېوادونو لپاره اهمیت لري او تهران د دغو تحولاتو په اړه له خپلو ملګرو هېوادونو سره په دوامداره اړیکه کې دی.

 

که څه هم نوموړي د څلور اړخیزې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه یې د غونډې د ترسره کېدو دقیق وخت، ځای او د ګډونوالو د استازیتوب کچه نه ده په ډاګه کړې.

 

تمه ده چې په دې ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو او سیمه‌ییزو مشورو پر لارو چارو خبرې وشي.