تهران (شال نیوز) : د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان، تهران او اسلاماباد په دې ښه پوهېږي چې د پولې په یوه غاړه کې ناامني، که مهار نه شي، د پولې بلې غاړې ته هم خپرېدای شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي نن د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې د ایران د ختیځو پولو امنیت کومه نوې موضوع نه ده، بلکې تل له طالبانو او اسلاماباد سره د تهران په خبرو اترو او اړیکو کې مطرح شوی دی.
بقایي ویلي: «درې واړه هېوادونه په ښه توګه پوهېږي چې امنیت یوه ګډه او په عین حال کې ارزښتناکه شتمني ده. د پولې په هره غاړه کې د امنیتي ستونزو پر وړاندې هر ډول سستي یا نرمښت کولای شي د ناامنۍ د بلې غاړې ته د خپرېدو لامل شي. زما په اند، دا ګډ درک ډېر مهم دی.»
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران په ختیځ کې د امنیت د ټینګښت لپاره له طالبانو او د پاکستان له حکومت سره «ښه تدابیر» نیول شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله څرګنده کړې، چې له دواړو لورو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ګډې همکارۍ به په هر یوه هېواد کې د ناامنه کوونکو اقداماتو او ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.
د راپور له مخې، د ایران سیستان او بلوچستان ولایت په تېرو میاشتو کې، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو له جګړې وروسته، د ناامنیو د زیاتوالي شاهد و، چې په پایله کې یې یو شمېر امنیتي سرتېري او وسله وال وژل شوي دي.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمېسیون مشر څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې طالبان د افغانستان پر پولو او پاکستان پر خپلو پولو بشپړ کنټرول نه لري او د دغو پولو په شاوخوا سیمو کې بېثباتي لیدل کېږي.
هغه ټینګار کړی و، چې د طالبانو او پاکستان له لوري پولو ته د کافي پاملرنې نشتوالی او د ایران د حکومت مخالفو وسلهوالو ډلو حضور د دې لامل شوی، چې د سیستان او بلوچستان ولایت له ناامنیو سره مخ شي.


شال نیوز