پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو لپاره د سیمه ییزې نمائنده او پرمختیايي کونسل مشر شوکت الله ویلي چې له ناقانونه ګرځول شوو وسله والو ډلو سره د مذاکراتو امکان نشته، خو که ریاست د خبرو پرېکړه وکړي، دوی به د هغې پالیسۍ پابند وي.

 

شوکت الله له خبریال رفعت الله اورکزي سره په یوه ځانګړې مرکه کي ویلي چې په دغو ۱۲ ضلعو کي د امن وضعیت په غور څېړل کېږي او د هرې ضلعې د حالاتو مطابق به پرېکړې کېږي.

 

نوموړي وویل چې په کومه ضلعه کي امنیتي حالات زیات خراب وي، هلته به د هماغو حالاتو او اړتیاوو له مخې اقدامات کېږي. د کونسل مشر وویل چې د امن ټینګښت، د سیمو پرمختګ او د خلکو د محرومیتونو ختمول یې لومړیتوبونه دي.

 

د خېبر پښتونخوا د دولسو ضلعو کونسل ته له وسله والو سره د خبرو ذمه واري سپارل شوې
د خېبر پښتونخوا د دولسو ضلعو کونسل ته له وسله والو سره د خبرو ذمه واري سپارل شوې

 

شوکت الله زیاته کړه چې په کونسل کي ښځو او د مذهبي اقلیتونو استازو ته د نمائندګۍ ورکولو لپاره هم هڅې روانې دي. هغه ژمنه وکړه چې په راتلونکو شپږو میاشتو کي به خلک په خپلو سیمو کي عملي بدلون وویني.

 

خو په خپرو شوو څرګندونو کي دا نه دي روښانه شوي چې د پرمختیايي منصوبو لپاره څومره بجټ ټاکل شوی، کوم کارونه به لومړی پیل کېږي او د شپږو میاشتو د ژمنې د پوره کولو لپاره کوم اقدامات په پام کي نیول شوي دي.