پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په هغو دولسو ضلعو کي چې وفاقي حکومت پکی بېړنی حالت اعلان کړی، د علاقایي نمائندګۍ او ترقياتي کونسل غړو ته ذمه واري سپارل شوې چې د مقامي جرګو او مشرانو په مرسته له وسله والو ډلو سره د خبرو هڅې پیل کړي.
د کونسل مشر انجینئر شوکت الله خان او د خېبر پښتونخوا د ګورنر د اطلاعاتو سلاکار محمود جان بابر د دې فیصلې تایید کړی دی. شوکت الله خان ویلي چې د کونسل غړي به په خپلو ضلعو کي له قبایلي مشرانو، جرګو او مقامي خلکو سره رابطې کوي او هڅه به کوي چې وسله وال په خپله خوښه له سیمو ووځي.
د محمود جان بابر په وینا، د هرې ضلعې د کونسل غړو ته به د مقامي مشرانو په مرسته د خبرو د پیلولو ذمه واري ورکول کېږي. دا کونسل ۴۸ غړي لري او د ډېره اسماعیل خان، ټانک، لکي مروت، بنو، باجوړ، مومند، خېبر، کرمې، اورکزو، شمالي وزیرستان او بر او کوز سویلي وزیرستان نمائندګي پکی کېږي.
وفاقي حکومت د اکتوبر پر یوولسمه په دغو ضلعو کي بېړنی حالت اعلان کړی و او د اکتوبر پر اوولسمه یې د کونسل د جوړېدو نوټیفیکېشن جاري کړی و.
تر دې وړاندې د کونسل او قبایلي مشرانو په یوې غونډه کي د وسله والو قبایلي لښکرو او امن کمېټو د جوړولو پر وړاندیز اتفاق نه و شوی. ځینو ګډونوالو اندېښنه څرګنده کړې وه چې دا ډول کمېټې د مقامي مشرانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي.
تر اوسه له کومې وسله والې ډلې سره د رسمي خبرو د پیل، د هغوی د ځواب او یا د کومې موافقې خبر نه دی ورکړل شوی


شال نیوز