اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمن نیوکو ته په ځواب کې ویلي چې په تهران کې روانې خبرې د دفاع وزارت له واک سره تړاو نه درلود او هلته د پاکستان د دفاع په اړه خبرې نه کېدې.

 

خواجه اصف د اکتوبر په ۲۹ مه د پنجشنبې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان فیلډ مارشل په سیمه کې د سولې لپاره هڅې کړې دي او د سعودي عربستان او ترکیې د استخباراتي ادارو مشران هم په دې لړ کې حاضر وو.

 

نوموړي زیاته کړه چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د خبرو اترو لاره پرانیستل شوې ده. دفاع وزیر د مولانا فضل الرحمن د سیاسي رول او د کشمیر کميتۍ د مشر په توګه د هغه د لس کلنې دورې په اړه هم پوښتنې راپورته کړې او د هغه نیوکې یې ناسمې وبللې.

 

ایران او د مکې دفاعي تړون د غړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ ییز امنیت په اړه خبرې شوې دي
ایران او د مکې دفاعي تړون د غړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ ییز امنیت په اړه خبرې شوې دي

 

تر دې یوه ورځ مخکې د اکتوبر په ۲۸ مه مولانا فضل الرحمن په قامي اسمبلۍ کې پر حکومت او خواجه اصف نیوکه کړې وه چې په ایران کې د دفاعي موضوعاتو په اړه غونډې کېږي، خو د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو وزیران په هېواد کې دي.

 

مولانا دا تورونه هم رد کړي وو چې ګواکې د ده ګوند د ترهګرۍ ملاتړ کوي. نوموړي ویلي وو چې په پاکستان کې د اساسي قانون حاکمیت او پارلماني ډیموکراسۍ ته ژمن دی.