کابل (شال نیوز) : د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر او ویاند، عبدالله خنجاني وايي، طالبان د کوکنارو د کښت د کمېدو په اړه د ادعاوو په مطرح کولو هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې له نظره د دې ډلې د بڼې اړوند واقعیتونه پټ کړي.
خنجاني د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس شبکې په یوه بیان کې ویلي، د کوکنارو د کښت کمېدل د طالبانو له مهمو تبلیغاتي روایتونو څخه دي او د هغه په وینا، یو شمېر ډیپلوماټان هم دغه ادعاوې له کره ارزونې پرته منعکسوي.
نوموړي زیاته کړې چې طالبان د دا ډول ادعاوو په وړاندې کولو سره هڅه کوي، د خپل رژیم په اړه نړیوالې ټولنې ته یو بل انځور وړاندې کړي.
د ملي مقاومت جبهې ویاند طالبان له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره په تړاو هم تورن کړي او ویلي یې دي چې دغه ستونزې به یوازې د طالبانو د ډلې په له منځه تلو سره حل شي.
د خنجاني څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر نن په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۶م کال کې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۵م کال کې له شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه په روان میلادي کال کې ۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. همدارنګه، د کوکنارو تر کښت لاندې د ځمکو مساحت ۳۳۰ سلنه زیات شوی او له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه څه باندې ۴۳زره هکټاره ته رسېدلی دی.


شال نیوز