کوټه (شال نیوز) : ایروشیا ریویو په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کرکېلې له بندیز وروسته، د پاکستان په بلوچستان او د ایران په سیستان بلوچستان کې د کوکنارو کرکېله زیاته شوې ده.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې کمېدو د سیمې د نشه يي توکو پر کاروبار اغېز کړی او د پاکستان او ایران په ځینو سرحدي سیمو کې د کوکنارو کرکېله پراخه شوې ده.
ایروشیا ریویو لیکلي چې یوازې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې پر څه باندې نهه زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي. خو په ورکړل شوو معلوماتو کې دا نه ده څرګنده چې دغه شمېر د کوم کال دی او د کومې ادارې د سروې پر بنیاد ورکړل شوی دی.
دې رسنۍ د نشه يي توکو د نړیوالو کارپوهانو له قوله ویلي چې د پاکستان بلوچستان او د ایران سیستان بلوچستان د تریاکو د تولید په مهمو سیمو بدلېدونکي دي.
په افغانستان کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د کوکنارو پر کرکېلې او د نشه يي توکو پر تولید او کاروبار بندیز لګولی و.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد ادارې، د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله په ۲۰۲۳م کال کې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۹۵ فیصده کمه شوې وه.
خو ایروشیا ریویو په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې کمېدو په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق پر لارو اغېز کړی دی. تر اوسه د پاکستان او ایران اړوندو چارواکو د دغه راپور د موندنو په اړه څه نه دي ویلي.


شال نیوز