نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په نوښار کینټ سیمه کې په یوه ورځ د ورځې په رڼا کې دوه نوي هونډا ۱۲۵ موټرسایکلونه غلا شوي دي. پولیسو د یوې غلا مقدمه درج کړې، خو په دویمه پېښه کې د جرګې له لارې معامله شوې ده.

 

د معلوماتو له مخې، د سدیس په نوم یو طالب علم د خپلې مور د شناختي کارډ د نوي کولو لپاره د حکیم اباد نادرا دفتر ته تللی و. نوموړي خپل نوی هونډا ۱۲۵ موټرسایکل د نادرا دفتر په شخصي پارکینګ کې درولی او د پارکینګ له کارکوونکي یې رسید هم اخستی و.

 

سدیس چې له دفتره راووت، موټرسایکل یې په پارکینګ کې نه و. د هغه پر ځای یو زوړ ۷۰ سي سي موټرسایکل ولاړ و چې د سدیس د موټرسایکل نمبر پرې لیکل شوی و.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، له پېښې وروسته د پولیسو په تاڼه کې د مقدمې درج کولو پر ځای د جرګې له لارې معامله شوې او زیانمن شوي ځوان ته یو څه پیسې ورکړل شوې دي. دا نه ده څرګنده چې دغه پیسې چا ورکړې او د غلا شوي موټرسایکل په اړه څه پرېکړه شوې ده.

 

د خېبر پښتونخوا د پارکینګونو د اربونو روپیو کاروبار؛ پیسې څوک اخلي او د غلا شوو موټرو تاوان څوک ورکوي؟
د خېبر پښتونخوا د پارکینګونو د اربونو روپیو کاروبار؛ پیسې څوک اخلي او د غلا شوو موټرو تاوان څوک ورکوي؟

 

دویمه پېښه د نوښار کینټ تاڼې ترڅنګ د عالم موبایل پلازې په پارکینګ کې شوې ده. د نوښار کلا د ټینکي روډ اوسېدونکي ځوان ازان شاه خپل نوی هونډا ۱۲۵ موټرسایکل په پارکینګ کې درولی و، خو لس دقیقې وروسته چې بېرته راغی، موټرسایکل یې غلا شوی و.

 

د نوښار کینټ پولیسو د ازان شاه په درخواست د موټرسایکل د غلا مقدمه درج کړې ده. په دواړو پېښو کې تر اوسه د کوم مشکوک کس د نیول کېدو معلومات نه دي ورکړل شوي. د دغو پېښو له امله د شخصي پارکینګونو د امنیت او د پیسو په بدل کې د موټرسایکلونو د ساتنې د ذمه وارۍ په اړه هم پوښتنې پیدا شوې دي.