پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کي د موټرو او موټرسایکلونو د پارکینګونو ټېکې په لکونو او کروړونو روپیو ورکول کېږي، خو له خلکو څخه د ټولېدونکو پیسو، د ټېکه دارانو د ګټې او له دغو پارکینګونو څخه د غلا شوو موټرو او موټرسایکلونو بشپړ حساب نه دی څرګند.
د صوبې د بلدیاتو د ۲۰۲۶ کال د نیلامیو په ریکارډ کي یوازې د پنځو پارکینګونو او ټرمینلونو د فیسونو د وصولۍ لوړې بولۍ له ۶۲ کروړو روپیو اوړي. دا شمېرې د کاروبار پراخه مالي اندازه څرګندوي، خو د ټولې صوبې کلنی آمدن نه دی معلوم او لا نه ده تایید شوې چې د ټولو پارکینګونو کاروبار په کال کي څو اربه روپیو ته رسېږي.
د پارکینګونو د انتظام او مسؤلیت مسئله وروسته له هغې بیا راپورته شوې چې د نوښار ضلعې په حکیم اباد کي د نادرا دفتر له پارکینګ څخه د یوه تن موټرسایکل د ۵۰ روپیو فیس او ټوکن اخستلو باوجود غلا شو. د موټرسایکل مالک سدیس، چې د ظهور احمد زوی او د مغلکي اصلي اوسېدونکی دی او اوس په شیدو کي ژوند کوي، خپل د ۲۰۲۴ ماډل هونډا ۱۲۵ موټرسایکل د نادرا دفتر په پارکینګ کي ودرولی و.
سدیس وايي چې د پارکینګ کارکوونکو ته یې ۵۰ روپۍ ورکړې او ټوکن یې ترلاسه کړ، خو کله چې د نادرا له دفتر څخه بېرته راغی، موټرسایکل یې په خپل ځای نه و. د نوموړي په وینا، نامعلومو کسانو یې موټرسایکل وړی او پر ځای یې یو زوړ موټرسایکل پرېښی و چې د هغه په ادعا جعلي نمبر پلېټ پرې لګېدلی و.
د شال نیوز سره د شریک شوي ټوکن پر مخ د ټي اېم اې د منظورۍ عبارت او د ۵۰ روپیو فیس لیکل شوی دی. خو د پارکینګ د منظورۍ اصلي سند او د ټېکې قرارداد لا نه دي ترلاسه شوي. پر ټوکن دا شرط هم لیکل شوی چې د حادثې یا زیان مسؤلیت به د پارکینګ انتظامیه نه مني.
سدیس وايي چې د پارکینګ فیس یې د دې لپاره ورکړی و چې موټرسایکل یې په خوندي ځای کي ولاړ وي. هغه پوښتنه کوي چې که د پارکینګ انتظامیه د موټرسایکل د ساتنې مسؤلیت نه اخلي، نو له خلکو څخه د فیس او ټوکن اخستلو مقصد څه دی؟
د پارکینګونو ټېکې په څو روپیو ورکول کېږي؟
د خېبر پښتونخوا د بلدیاتو د الېکټرونیکي نیلامیو د ۲۰۲۶ کال په ریکارډ کي د پېښور د جنرل بس ټرمینل د پارکینګ فیسونو د وصولۍ لپاره د ۴۸ کروړو، ۶۸ لکو او ۶۰ زرو روپیو لوړه بولۍ ثبت شوې ده.
د پېښور د کوهاټ روډ بس ټرمینل لپاره ۱۱ کروړه، ۵۵ لکه او ۸۰ زره روپۍ، د نمک منډۍ د سکای لاین پارکینګ پلازې لپاره یو کروړ، ۱۷ لکه او ۹۰ زره روپۍ او د باچا خان چوک د پارکینګ لپاره څه باندې ۷۵ لکه روپۍ لوړه بولۍ ثبت شوې ده.
همدارنګه د نوښار ضلعې په پبي کي د روغتون ترڅنګ د موټرسایکلونو د پارکینګ لپاره د څلور لکه او ۷۰ زره روپیو بولۍ ثبت شوې ده. د دغو پنځو نیلامیو د لوړو بولیو مجموعه له ۶۲ کروړو روپیو زیاته ده.
خو د نیلامۍ لوړه بولۍ په خپله د وروستي منظور شوي قرارداد یا د بشپړې وصولۍ ثبوت نه دی. د هر قرارداد موده او د منظورۍ حالت هم باید جلا وکتل شي. د صوبې د ټولو پارکینګونو د ټېکو مجموعي ارزښت نه دی معلوم، ځکه د ټولو بلدیاتي ادارو، پرمختیايي ادارو او کنټونمنټ بورډونو بشپړ ریکارډ نه دی ترلاسه شوی.
د پارکینګونو پیسې څوک اخلي او چېرته ځي؟
په خېبر پښتونخوا کي د پارکینګونو ټول انتظام د یوې ادارې تر واک لاندې نه دی. د صوبې د بلدیاتو د قانون له مخې، ټي اېم اې او نورې اړوندې بلدیاتي ادارې د خپلو واکونو په حدودو کي د پارکینګونو د فیسونو او ټېکو چارې ترسره کوي.
په ځینو ښارونو کي پرمختیايي ادارې او په کنټونمنټ سیمو کي کنټونمنټ بورډونه هم د پارکینګونو د انتظام واک لري. په ټېکه ورکړل شوو پارکینګونو کي ټېکه دار د قرارداد له مخې له خلکو پیسې ټولوي او اړوندې ادارې ته ټاکلې پیسې ورکوي.
خو له خلکو څخه د ټولېدونکو پیسو او سرکار ته د رسېدونکي رقم ترمنځ توپیر موجود وي. د بېلګې په توګه، که په یوه پارکینګ کي هره ورځ ۲۰۰ موټرسایکلونه ودرول شي او له هر یوه ۵۰ روپۍ واخستل شي، ورځنی آمدن یې ۱۰ زره روپۍ کېږي.
په دې حساب د ۳۰ ورځو آمدن درې لکه او د کال آمدن ۳۶ لکه او ۵۰ زره روپۍ کېږي. که هره ورځ ۵۰۰ موټرسایکلونه ودرول شي، د ۵۰ روپیو په فیس یې کلنی آمدن له ۹۱ لکو روپیو اوړي. دا یوازې حسابي بېلګې دي، نه د کوم مشخص پارکینګ تایید شوی آمدن.
له دغو پیسو څخه ټېکه دار د قرارداد بیه، د کارکوونکو معاشونه او نور لګښتونه ورکوي. د هغه خالصه ګټه د دغو مصارفو له کمولو وروسته معلومېږي. د پاکستان د آډیټر جنرل د خېبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د حسابونو په پلټنو کي د ټېکو د پیسو د نه وصولېدو او د ځینو قراردادي شرطونو د نه عملي کېدو موارد هم ثبت شوي دي.
د چارسدې د بلدیاتي ادارو د حسابونو په یوه پلټنه کي له ټېکه دارانو څخه د قراردادي پیسو د نه وصولېدو مسئله راپورته شوې وه. دا موندنې د نوښار د نادرا دفتر د پارکینګ په اړه د مالي بې نظمۍ ثبوت نه دی، خو د بلدیاتي ټېکو د حسابونو د څارنې اهمیت څرګندوي.
له منظور شوو پارکینګونو څومره موټر او موټرسایکلونه غلا شوي؟
د خېبر پښتونخوا د پولیسو د جرمونو په عمومي ریکارډ کي د موټرو او موټرسایکلونو د غلا پېښې ثبتېږي، خو داسې بشپړ عامه صوبايي جدول نه دی ترلاسه شوی چې یوازې له منظور شوو پارکینګونو څخه د غلا شوو وسایطو شمېر څرګند کړي.
دا هم نه ده معلومه چې په تېرو څلورو کلونو کي له دغو پارکینګونو څخه څومره موټر او موټرسایکلونه غلا شوي، څومره بېرته ترلاسه شوي او په څومره قضیو کي ټېکه دارانو د موټرو مالکانو ته تاوان ورکړی دی. د دغو معلوماتو لپاره د پولیسو د ایف آی آر ریکارډ، د منظور شوو پارکینګونو نوملړ او د اړوندو ادارو د شکایتونو ریکارډ یوځای کول ضروري دي.
د نوښار پېښه هم دا پوښتنه راپورته کوي چې که د پارکینګ ټوکن د موټرسایکل د پېژندنې او بېرته سپارلو لپاره ورکول کېږي، نو غل څنګه موټرسایکل له پارکینګ څخه ایستلی شي؟ د دې پوښتنې ځواب د پارکینګ د انتظامیې، د سي سي ټي وي کېمرو د ریکارډ او د پولیسو د پلټنو له لارې معلومېدای شي.
که موټرسایکل غلا شي، تاوان به څوک ورکوي؟
د پاکستان د قراردادونو د قانون له مخې، که یو شی د ساتنې لپاره بل چا ته وسپارل شي، د هغه د ساتنې او بېرته سپارلو په اړه قانوني مسؤلیتونه رامنځته کېدای شي. د ۱۸۷۲ کال د قراردادونو د قانون د امانت اړوند مادې د سپارل شوو شیانو د ساتنې او د مناسب احتیاط د کولو اصول بیانوي.
خو د پارکینګ په هره پېښه کي یوازې د ټوکن اخستل په خپله دا نه ثابتوي چې د موټر یا موټرسایکل د هر ډول غلا بشپړ مالي مسؤلیت د ټېکه دار دی. د دې لپاره باید وکتل شي چې د پارکینګ قرارداد یوازې د ځای ورکولو لپاره دی، که د موټرو د ساتنې مسؤلیت هم پکې شامل دی.
که د ساتنې مسؤلیت موجود وي او د مناسب احتیاط په کولو کي غفلت ثابت شي، زیانمن شوی کس د تاوان قانوني دعوه کولی شي. پر ټوکن د مسؤلیت نه منلو جمله هم په هر حالت کي د ټېکه دار د قانوني مسؤلیت وروستۍ پرېکړه نه شي کېدای. د نوښار په پېښه کي د دې مسئلې د معلومولو لپاره د ټېکې اصلي قرارداد او د پارکینګ د انتظامیې دریځ ضروري دی.
پېښور هایکورټ پخوا هم د پارکینګونو په اړه حکم کړی
د پېښور هایکورټ د ۲۰۱۹ کال د مې په اتمه د پېښور صدر او د کنټونمنټ بورډ په حدودو کي د سړکونو پر غاړو د غیرقانوني پارکینګ فیسونو د اخستلو پر ضد حکم ورکړی و.
د قضیې د اورېدنې پر مهال د پېښور کنټونمنټ بورډ هغه وخت اجرائیوي افسر عدالت ته ویلي وو چې ټېکه دارانو ته یې هدایت کړی چې د پارکینګ پر رسیدونو دې د موټرو د غلا یا زیان په صورت کي د مسؤلیت شرط ولیکي.
عدالت د غیرقانوني پارکینګ فیسونو د مخنیوي او د منظور شوو پارکینګ ځایونو د برابرولو هدایت هم کړی و. دغه قضیه د پېښور د کنټونمنټ سیمې له مشخصو حالاتو سره تړاو لري، خو څرګندوي چې د پارکینګونو د فیسونو او د موټرو د ساتنې مسئله له وړاندې هم د عدالت تر څېړنې لاندې راغلې ده.
پېښور صدر کي د پنځو دقیقو پارکینګ هم ۵۰ روپۍ
د پېښور صدر په ځینو پارکینګونو کي له موټر چلوونکو څخه د لنډ وخت لپاره هم د ۵۰ روپیو فیس اخستل کېږي. په ۲۰۱۹ کال کي د پېښور کنټونمنټ بورډ د اعلان شوو نرخونو له مخې، تر درې ساعتونو پورې د موټر پارکینګ فیس ۲۰ روپۍ او د موټرسایکل ۱۰ روپۍ ټاکل شوی و.
د شپږو ساعتونو لپاره د موټر فیس ۳۰ روپۍ او د موټرسایکل ۱۵ روپۍ و. خو دا پخواني نرخونه دي او د ۲۰۲۶ کال د موجوده فیسونو د قانوني حیثیت د معلومولو لپاره تازه منظوره نرخنامه ضروري ده.
په دې اړه پوښتنه مطرح ده چې ایا د څو دقیقو او څو ساعتونو لپاره یو شان فیس منظور شوی او که ځینې ټېکه داران له منظور شوو نرخونو زیاتې پیسې اخلي؟
تر اوسه داسې تازه سرکاري سند نه دی ترلاسه شوی چې په ټول خېبر پښتونخوا کي د موټر یا موټرسایکل د پارکینګ لپاره ۵۰ روپۍ یو شان لازمي فیس ثابت کړي.
د پارکینګونو خوندیتوب څوک څاري؟
د پارکینګ د ټېکې د منظورولو ترڅنګ د موټرو او موټرسایکلونو د خوندیتوب مسئله هم اهمیت لري. په دې لړ کي د سي سي ټي وي کېمرو، د ټوکن د کتلو، د موټرو د ننوتلو او وتلو د ریکارډ، د کارکوونکو د پېژندنې او د شکایتونو د ثبت انتظامات مهم دي.
خو په ټولو ضلعو کي د دغو انتظاماتو د لازمي کېدو لپاره د یوه شان نافذو شرطونو تایید نه دی شوی. د نوښار په پېښه کي هم دا نه ده څرګنده چې د پارکینګ د وتلو پر ځای د ټوکن کتلو انتظام موجود و که نه او د موټرسایکل د غلا پر مهال سي سي ټي وي کېمرو څه ثبت کړي دي.
د نوښار د موټرسایکل مالک د کارروایۍ غوښتنه
سدیس د خېبر پښتونخوا له آی جي پولیس، د اړوندې سیمې له ډي آی جي او د نوښار له ډي پي او څخه غوښتنه کړې چې د هغه غلا شوی موټرسایکل پیدا کړي او د پارکینګ د انتظامیې د ممکنه غفلت پلټنې وکړي.
هغه د پارکینګ د مسؤلو کسانو پر ضد د قانوني کارروایۍ غوښتنه هم کړې ده. د نوښار د پولیسو، اړوندې ټي اېم اې او د پارکینګ د ټېکه دار رسمي دریځ لا نه دی ترلاسه شوی. دا هم نه ده تایید شوې چې د غلا په اړه مقدمه درج شوې ده که نه.
د نوښار دې پېښې د خېبر پښتونخوا د پارکینګونو د کاروبار په اړه څو مهمې پوښتنې راپورته کړې دي: د صوبې په ټولو ضلعو کي د پارکینګونو د ټېکو مجموعي ارزښت څومره دی، ټېکه داران له خلکو څومره پیسې ټولوي، سرکار ته څومره رسېږي او د غلا شوو موټرو او موټرسایکلونو تاوان څوک ورکوي؟


مجید بابر