پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ګورنر فیصل کریم کونډي په مشرۍ غونډه کې د پېښور د دیر کالونۍ سکول د پېښې پلټنیز راپور وړاندې شوی دی.

 

د پلټنو کمېټۍ په خپل راپور کې ویلي چې د سکول د ودانۍ په جوړولو کې خراب او غیر معیاري مواد استعمال شوي وو او د دې لپاره یې د سکول مالک ذمه وار بللی دی. په راپور کې د اړوندو سرکاري محکمو د غفلت یادونه هم شوې ده.

 

په غونډه کې د تعلیم سلاکار ډاکټر عامر عبدالله، چیف سیکرټري ډاکټر فخر عالم عرفان، د تعلیم سیکرټري عنایت الله وسیم او د پلټنو کمېټۍ غړو ګډون کړی و.

 

پېښور کې د شخصي سکول د چت راپرېوتو پېښه کې ۳۳ ماشومان او یوه استاده مړه شوي
پېښور کې د شخصي سکول د چت راپرېوتو پېښه کې ۳۳ ماشومان او یوه استاده مړه شوي

 

د پلټنو کمېټۍ ګورنر ته د پېښې د علتونو، د اړوندو افسرانو د بیانونو، د سرکاري محکمو د ذمه واریو او د کمېټۍ د سپارښتنو په اړه معلومات ورکړل.

 

ګورنر فیصل کریم کونډي ویلي چې د پلټنیز راپور د قانوني اړخونو د ارزونې لپاره دې د قانون له محکمې سره مشوره وشي. نوموړي همداراز امر کړی چې د پېښې د ذمه وارو کسانو پر ضد دې سخت قانوني ګامونه واخستل شي.

 

تر اوسه د سکول د مالک او هغو سرکاري افسرانو نومونه نه دي څرګند شوي چې په پلټنیز راپور کې د غفلت ذمه وار بلل شوي دي. د هغوی دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.