کابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو دفاع وزارت د پکتیکا او کوز سویلي وزیرستان ترمنځ په انګور اډه کې د اکتوبر د ۲۷مې د سرحدي نښتې په اړه ویلي چې پاکستاني ځواکونو لومړی برید کړی و، خو پاکستاني چارواکي بیا طالبان د نښتې په پیلولو تورنوي.

 

د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو د غرمې شاوخوا یوه بجه د بې پیلوټه الوتکې په وسیله د پکتیکا پر کمېسارۍ او په انګور اډه کې پر امنیتي تاسیساتو برید وکړ.

 

د وزارت په وینا، طالب ځواکونو په ځواب کې د پاکستان پر پوځي قرارګاه او امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې یو شمېر پاکستاني پوځیان ووژل شول او ټپیان شول او پوځي تاسیساتو ته یې زیان ورسېد.

 

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د دوی ځواکونو ته په دې نښته کې ځاني زیان نه دی اوښتی. بلخوا پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي چې د افغانستان له لوري د انګور اډې پر سرحدي پوستو او ملکي سیمو ډزې شوې دي او پاکستاني ځواکونو یې په ځواب کې د طالبانو پوستې په نښه کړې دي.

 

د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه کې سرحدي نښته؛ یو ملکي وګړی وژل شوی او درې ژوبل دي
د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه کې سرحدي نښته؛ یو ملکي وګړی وژل شوی او درې ژوبل دي

 

پاکستاني چارواکو ویلي چې په دې ډزو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي د افغانستان له لوري بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې پاکستان به پر خپلو خلکو بریدونه او د خپلې خاورې د حاکمیت سرغړونه ونه زغمي.

 

د دواړو لورو د پوځي تلفاتو او د نښتې د پیل په اړه د شویو ادعاوو خپلواک تایید نه دی شوی. د انګور اډې د سرحدي سیمې اوسېدونکي وايي چې د نښتې پر مهال د درنو وسلو ډزې هم شوې وې. د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې سرحدي سیمه کې تر دې مخکې هم نښتې شوې دي. دواړو لورو په وروستۍ نښته کې یو بل د برید په پیلولو تورن کړي دي.