واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه کي د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر سرحد د ډزو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي. محلي سرچینې وايي چې ډزې د افغانستان له لوري شوې او د انګور اډې په بازار او شاوخوا ملکي آبادي کي هم مرمۍ لګېدلې دي.

 

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې افغان ځواکونو د سرحد پر پاکستاني پوستو د سنایپر ټوپکونو، سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي چې پاکستاني ځواکونو یې په ځواب کي د افغان طالبانو پوستې په نښه کړې دي.

 

د دغو سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو د ځوابي عملیاتو پر مهال د افغان طالبانو یو شمېر سرحدي پوستې، د درنو وسلو ځایونه او دفاعي مرکزونه په سپکو او درنو وسلو او توپونو ویشتلي دي.

 

پاکستاني امنیتي سرچینې ادعا کوي چې د ځوابي ډزو په نتیجه کي افغان طالبانو خپلې څو پوستې پرېښې او شاته تللي دي. خو د افغان طالبانو د مرګ ژوبلې، د پوستو د پرېښودو او د نښتې د پیل په اړه د پاکستاني سرچینو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

 

د سیمې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د زلول خېل قوم د عمر خان په نوم یو کس هم د ډزو له امله وژل شوی دی. تر اوسه نه ده څرګنده چې عمر خان هماغه ملکي وګړی دی چې په تازه راپور کي یې د وژل کېدو یادونه شوې ده او که دا بېله پېښه ده.

 

د ډزو له پېښې وروسته په انګور اډه او شاوخوا سرحدي سیمو کي حالات کړکېچن دي او د پاکستان امنیتي سرچینو په وینا، په سیمه کي امنیتي تدابیر سخت شوي دي. د افغانستان د طالبانو حکومت تر اوسه د دغې نښتې، د ډزو د پیل او د خپلو پوستو د پرېښودو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.