ریاض (شال نیوز) : د یمن حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د دفاع وزارت او د راس تنوره د تېلو پر لویې کارخانې یې توغندي توغولي دي. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي چې توغندیو خپل هدفونه ویشتلي دي.
خو سعودي چارواکو ویلي چې د ریاض پر لور دوه بالېسټیک توغندي شنډ شوي دي. د چارواکو په وینا، د توغندیو ځینې ټوټې پر ودانیو او یوه ګاډي لګېدلې دي.
د سعودي عربستان په ختیځه صوبه کي هم د دریو توغندیو د شنډولو خبر ورکړل شوی دی. د سمندري امنیت یوې ادارې ویلي چې د راس تنوره په سیمه کي د اور لګېدو راپور ترلاسه شوی، خو د زیانونو بشپړ معلومات نه دي څرګند.
حوثیانو د مصر د پارلمان هغه پرېکړه هم غندلې چې له سعودي عربستان سره د دفاعي مرستې ملاتړ کوي.
د حوثیانو یوه سیاسي مشر دغه پرېکړه د یمن پر ضد د جګړې د اعلان په معنا بللې ده. تر اوسه د راس تنوره د تېلو د تولید او صادراتو د بندېدو کوم بشپړ تایید شوی راپور نه دی خپور شوی.


شال نیوز