قاهره (شال نیوز) : د مصر پارلمان صدر عبدالفتاح السیسي ته اجازه ورکړې چې د سعودي عربستان د دفاع لپاره د اړتیا په صورت کي پوځي اقدامات وکړي. دا پرېکړه پر سعودي عربستان د یمن د حوثي وسله والو د بریدونو د زیاتېدو په ترڅ کي شوې ده.

 

د اکتوبر په ۲۶مه رویټرز ته منسوب راپور له مخې، د مصر د پارلمان لږ تر لږه دوو پر درېیمه برخه غړو د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی. مصري چارواکو ویلي چې د دوی هر ډول پوځي مرسته به یوازې د سعودي عربستان د خاورې، سرحدونو او مهمو ځایونو تر دفاع محدوده وي.

 

چارواکو ویلي چې د دې پرېکړې مقصد پر یمن د پوځي بریدونو پیلول نه دي. تر اوسه سعودي عربستان له مصر څخه په رسمي توګه د پوځیانو د لېږلو غوښتنه نه ده کړې. د مصر ځینو مخالفو ډلو اندېښنه څرګنده کړې چې دغه پرېکړه ښايي هېواد په سیمه ییزه جګړه کي ښکېل کړي.

 

دا پرېکړه په داسې وخت کي شوې چې په منځني ختیځ کي د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د پارلمان اجازه په خپله د مصري پوځیانو د لېږلو معنا نه لري او تر اوسه د کومو پوځي ځواکونو د استولو اعلان نه دی شوی.