پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې ویاند جلیل جان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د تجاوزاتو پر ضد د روان عملیاتو په لړ کې د دې ګوند مرکزي دفتر، مفتي محمود مرکز، ته د نړولو خبرتیا ورکړل شوې ده.

 

ښاغلي جلیل د اکتوبر پر ۲۸مه له شال نیوز سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، د مفتي محمود مرکز ودانۍ پر داسې ځمکه نه ده جوړه شوې چې د ده په وینا، د تجاوزاتو برخه وي.

 

نوموړي وویل، د مرکز د ودانۍ شاوخوا امنیتي دېوال د امنیتي ګواښونو له امله جوړ شوی دی. د هغه په خبره، په تېرو وختونو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې مشران له ګڼو امنیتي ګواښونو سره مخ شوي او دا مرکز د ګوند مرکزي دفتر دی.

 

بل لور ته، پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې د انصارالاسلام رضاکاران په ژېړو جامو کې د مفتي محمود مرکز مخې ته راټول شوي دي. په دغو ویډیوګانو کې ښکاري چې رضاکاران د مرکز د احتمالي نړولو د مخنیوي لپاره چمتو دي.

 

پېښور : په رنګ روډ له ۴۵۰ څخه زیات دوکانونه، مارکیټونه او نورې ودانۍ ړنګې شوې
پېښور : په رنګ روډ له ۴۵۰ څخه زیات دوکانونه، مارکیټونه او نورې ودانۍ ړنګې شوې

 

تر دې وړاندې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تجاوزاتو پر ضد عملیات روان دي او د مفتي محمود مرکز یوه برخه هم په دغو عملیاتو کې شامله ده.

 

د دغو راپورونو له مخې، د پېښور پرمختیايي ادارې (پي ډي اې) عمومي مشر او د ودانیو د کنټرول مرستیال مشر زوهیب حسن د مرکز د یوې برخې د نړولو خبرتیا ورکړې وه. په راپورونو کې د ضلعي ادارې له قوله ویل شوي وو چې د مرکز یوه برخه له ټاکلې پولې څخه بهر جوړه شوې ده.

 

خو د مرکز د نړولو د خبرتیا په اړه د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې د ویاند څرګندونې له دغو راپورونو سره په ټکر کې دي. د مرکز د احتمالي نړولو په اړه د ضلعي ادارې او پېښور پرمختیايي ادارې رسمي دریځ په ورکړل شویو معلوماتو کې نه دی روښانه شوی.