کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي رئیس عرفان جاوېد ویلي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې په غوښتنه یې د افغان سوداګرو د هغو کانتینرونو لیلام درولی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو د تړل کېدو له امله د پاکستان په بېلابېلو بندرونو کې ایسار پاتې دي.

 

عرفان جاوېد ویلي، دغه پرېکړه یوازې د پاکستان په کورنیو بندرونو پورې محدوده نه ده، بلکې د تورخم او چمن په سرحدي بندرونو کې پر درول شویو کانتینرونو هم پلي کېږي. نوموړي څرګنده کړې چې د افغان سوداګرو د مالونو د لیلام د درولو پرېکړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له غوښتنې وروسته شوې ده.

 

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو سوداګریزو مالونو لیلام د لوړو مالیاتو، ګمرکي لګښتونو او د مالونو د ساتنې د زیاتېدونکو مصارفو له امله پیل شوی و.

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د پاکستان په بېلابېلو بندرونو کې شاوخوا ۱۵زره افغان کانتینرونه او سوداګریزې محمولې ایسارې پاتې وې.

 

پاکستان د کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینر توکي لیلام ته وړاندې کړي
پاکستان د کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینر توکي لیلام ته وړاندې کړي

 

د دغو کانتینرونو ایسارېدو افغان سوداګر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او د مالونو د ساتنې، لېږد او ځنډ له امله یې مالي لګښتونه زیات شوي دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو منفي اغېز کړی او د توکو د لېږد رالېږد بهیر یې له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.

 

که څه هم د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو د لیلام درول کېدل د هغوی لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، خو لا هم څرګنده نه ده چې دغه کانتینرونه به کله خوشې او خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شي.