چمن (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند مشرانو د ګوند د صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي د نیولو پر ضد په یوه بېړنۍ خبري غونډه کې د محکمې د پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
د ګوند مرکزي او صوبایي مشرانو د سناتور نواب ارباب عمر فاروق کاسي په مشرۍ د چمن په پرېس کلب کې خبري غونډه وکړه او ویې ویل چې ګوند د انصاف ترلاسه کولو لپاره پر قانوني لارو چارو باور لري.
سناتور نواب ارباب عمر فاروق کاسي وویل، د حیرانتیا خبره ده چې د قضیې یو پلار په خپله محکمه کې شاهدي ورکوي او د سوګند له مخې بیان ورکوي چې اصغر خان اڅکزی په قضیه کې تورن نه دی، خو بیا هم نوموړی نیول کېږي.
نوموړي وویل، عوامي نېشنل ګوند به د انصاف ترلاسه کولو لپاره قانوني مبارزې ته دوام ورکړي، خو که انصاف ترلاسه نه شو، ګوند به د خپل راتلونکي تګلوري په اړه غور وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې ګوند به د اصغر خان اڅکزي د نیولو په غبرګون کې د تاوتریخوالي لاره خپله نه کړي. د نوموړي په وینا، اصغر خان اڅکزي هم د نیول کېدو په لومړۍ ورځ خپلو پلویانو ته د سولهییز پاتې کېدو سپارښتنه کړې وه.
د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر وویل، حکومت نه شي کولی د سیاسي ګوندونو غږ غلی کړي او باید په بلوچستان کې د خراب امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د هغه په وینا، په دغه ایالت کې د خلکو د سر او مال امنیت له ستونزو سره مخ دی او په داسې شرایطو کې هغه اقدامات چې سیاسي کړکېچ او پارېدنه زیاتوي، د هوښیارۍ کار نه دی.
سناتور کاسي له محکمې وغوښتل چې د اصغر خان اڅکزي په اړه پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي او د انصاف غوښتنه په پام کې ونیسي.
نوموړي همداراز وویل چې چمن او د بلوچستان نورې سیمې د پاک ـ افغان پولې د تړل کېدو له امله له سختو اقتصادي او سوداګریزو ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا، د پولې تړل کېدو عام خلک، سوداګر او مزدوران له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او په اوسنیو شرایطو کې باید د سیاسي کړکېچ پر زیاتولو د خلکو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړل شي.
د عوامي نېشنل ګوند مشرانو په پای کې د اصغر خان اڅکزي د نیولو په اړه خپل دریځ یو ځل بیا څرګند کړ او د قانوني او سولهییزې مبارزې پر دوام یې ټینګار وکړ.


نعيم اچکزئي