چمن (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزی د عدالت له خوا د ضمانت غوښتنې له رد کېدو وروسته پولیسو نیولی دی.

 

د نوموړي وکیلان وايي، د قضیې یوه تورن کس عدالت ته په جمع کړي حلفیه بیان کې ویلي چې له اصغر خان اڅکزي سره یې د وروڼو په څېر اړیکې دي او نوموړی په دې قضیه کې هېڅ لاس نه لري.

 

د وکیلانو په وینا، له دغه بیان سره سره عدالت د چهارشنبې په ورځ د اڅکزي د ضمانت غوښتنه رد کړه او پولیسو هغه له عدالتي کارروایۍ وروسته ونیولو.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د اڅکزي پر ضد کومه مقدمه درج شوې، په څه تور نیول شوی او عدالت د هغه د ضمانت غوښتنه په کومو دلیلونو رد کړې ده.

 

د نیول کېدو وروسته اصغر خان اڅکزي د عوامي نېشنل ګوند پر غړو او پلویانو غږ کړی چې سوله‌ییز پاتې شي، د ګوند نظم او ضبط وساتي او له هر ډول تاوتریخوالي ډډه وکړي.

 

هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې خپل احتجاج او غبرګون په سوله‌ییزه توګه څرګند کړي. د اصغر خان اڅکزي وکیلان د قضیې د تورن کس حلفیه بیان د خپلې دفاع مهمه برخه بولي، خو د عدالت د پرېکړې بشپړ تفصیل لا نه دی څرګند شوی.