کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په کرک ضلعه کې له وسله والو سره په نښته کې د وژل شوو څلورو پولیس اهلکارو جنازې په کوهاټ، چارسده او کرک کې شوې دي.

 

د پولیسو په وینا، د اېس اېچ او افضل اعوان جنازه د جمعې په ورځ د کوهاټ په سوا لکه هدیره کې ادا شوې او نوموړی په سرکاري اعزاز خاورو ته سپارل شوی دی.

 

د سي ټي ډي د ډي اېس پي عمران الدین جنازه د چارسدې په خپل پلرني کلي کې شوې، په داسې حال کې چې د دوو نورو پولیس سپاهیانو جنازې په کوهاټ او کرک کې ادا شوې دي. دغه څلور پولیس اهلکار د پنجشنبې په ورځ د کرک ضلعې په خرم سیمه کې له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي وو.

 

د پولیسو په وینا، د وژل شوو اهلکارو سرکاري جنازې د پنجشنبې په شپه هم ادا شوې وې چې پکې د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید، د سي ټي ډي اېډیشنل آئي جي جواد قمر، د کوهاټ آر پي او شاکر حسین داوړ، کمشنر پروېز خان ثبت خېل او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

 

کرک کې له وسله والو سره په ډزو کې د سي ټي ډي د ډي اېس پي په ګډون څلور پولیس وژل شوي
کرک کې له وسله والو سره په ډزو کې د سي ټي ډي د ډي اېس پي په ګډون څلور پولیس وژل شوي

 

په جنازو کې د پولیسو یوې ډلې وژل شوو اهلکارو ته سلامي ورکړې او چارواکو یې پر تابوتونو د ګلونو ګېډۍ ایښې دي. د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي چې دغو پولیس اهلکارو د خپلې ذمه وارۍ ترسره کولو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

نوموړي ویلي چې پولیس به د وسله والو پر ضد خپلو کارروایو ته دوام ورکوي. بلخوا، د تحریک طالبان پاکستان د کوهاټ او کرک څانګې د پولیسو پر ضد د دې حملې ذمه واري منلې ده.