کرک (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې په خرم محمدزي سیمه کې د پولیسو او ناڅرګنده وسله والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) د ډي اېس پي عمران الدین په ګډون څلور پولیس وژل شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې د لتمبر تاڼې اېس اېچ او افضل اعوان او دوه نور پولیس اهلکار امجد او کاظم شامل دي.
پولیس وايي، د وسله والو د موجودګۍ د اطلاع ترلاسه کولو وروسته یې د لتمبر تاڼې په حدودو کې د خرم محمدزي په چرپړه سیمه کې د لټون عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې له وسله والو سره ډزې وشوې. د پولیسو په وینا، په دې نښته کې څلور پولیس ووژل شول.
د پېښې پر مهال د دوو مشکوکو وسله والو د وژل کېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي، خو پولیسو لا د هغوی د پېژندګلوۍ او د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.
له پېښې وروسته سیمې ته د پولیسو نورې ډلې لېږل شوې دي. له سیمې د تازه ترلاسه شوو اطلاعاتو له مخې، د پولیسو او وسله والو ترمنځ د ډزو لړۍ روانه وه، خو دا نه ده څرګنده چې اوس هم ډزې دوام لري او که نه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.


غلام اکبر مروت