دادو (شال نیوز) : د سند صوبې د دادو ضلعې یوه عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر په یوه مقدمه کي بری کړی دی.
د علي وزیر وکیل امداد حیدر سولنګي وايي، نوموړی د چهارشنبې په ورځ د پولیسو تر سختې څارنې لاندې د دادو د ایډیشنل سیشن جج سید احسان علي شاه عدالت ته وړاندې شوی و.
د هغه په وینا، عدالت د دفاعي وکیل د دلایلو له اورېدو وروسته علي وزیر د دادو د بي سېکشن تاڼې د ۴۰/۲۰۲۶ نمبر مقدمې څخه بری کړی دی.
په دې مقدمه کي پر علي وزیر د قتل د هڅې، د پولیسو په کار کي د خنډ اچولو او د قانون د نورو مادو له مخې تورونه لګول شوي وو.
د سند هایکورټ حیدراباد سرکټ بینچ د روان کال د مارچ په ۱۶مه د علي وزیر د خوشې کولو حکم کړی و، خو د هغه د وکیل په وینا، نوموړی په هماغه ورځ د سکر پولیسو بیا ونیوه او نامعلوم ځای ته یې یووړ.
امداد حیدر سولنګي وايي، د خپل موکل د نیولو او بې درکه کېدو په ضد یې د سکر سیشن کورټ او د سند هایکورټ سکر بینچ ته درخواستونه ورکړل.
د هغه په وینا، علي وزیر وروسته د دادو په اې سېکشن او بي سېکشن تاڼو کي په درج شوو مقدمو کي تورن وښودل شو او د نوشهروفېروز د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شو. د علي وزیر وکیل دغه مقدمې بې بنیاده بولي او وايي چې نوموړی په ناحقه په زندان کي ساتل شوی دی.
د چهارشنبې د ورځې له پرېکړې سره علي وزیر له یوې مقدمې څخه بری شوی، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې نوموړی به له زندانه خوشې شي او که د نورو مقدمو له امله به په بند کي پاتې وي.
د عدالت د تازه پرېکړې لیکلی حکم لا په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی او د پولیسو یا سرکاري وکیلانو تازه دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز