دادو (شال نیوز) : د سیند صوبې په دادو ضلعه کي عدالتونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر علي وزیر او عبدالصمد پر ضد د مقدمو اورېدنې د اکتوبر ۲۱مې او ۲۷مې نېټو ته ځنډولې دي.
د اکتوبر پر ۱۶مه علي وزیر د ایډېشنل سېشن جج سید احسان شاه عدالت ته وړاندې کړل شو. ټاکل شوې وه چې په مقدمه کي وروستي دلایل واورېدل شي، خو عدالت د هغه له وکیل څخه وغوښتل چې په ټول پاکستان کي د علي وزیر پر ضد د درج شویو مقدمو اېف آی آرونه او د عدالتونو د پرېکړو اسناد وړاندې کړي.
د علي وزیر وکیل امداد حیدر سولنګي عدالت ته وویل چې په سیند صوبه کي د درج شویو مقدمو او پرېکړو اسناد ورسره موجود دي، خو د نورو صوبو د مقدمو اسناد وړاندې کول قانوني ضرورت نه دی. عدالت بیا هم د ټولو اړوندو اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه او راتلونکې اورېدنه یې د اکتوبر ۲۱مې ته وټاکله.
بلخوا عبدالصمد د ایډېشنل سېشن جج میر حسن کلهاوړو عدالت ته وړاندې کړل شو. د هغه په دوو مقدمو کي یوه پاتې شاهد د نور وخت غوښتنه وکړه، چې له امله یې اورېدنه د اکتوبر ۲۷مې ته وځنډېده.
د اورېدنو پر مهال د عوامي ورکرز پارټۍ د دادو ضلعې مشرانو، د کامرېډ نور احمد سومرو په مشرۍ، له علي وزیر او عبدالصمد سره ملاقات وکړ او دواړو ته یې د سندهي کلتور د احترام په توګه اجرک او سندهي خولۍ ډالۍ کړې.
علي وزیر په خپلو خبرو کي وویل چې پښتانه له خپلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي حقونو محروم ساتل کېږي او د دې په ضد به خپل غږ پورته کوي. هغه وویل چې ولسي تحریکونه په مقدمو او زندانونو نه شي ختمېدای.
علي وزیر له حکومت څخه وغوښتل چې له خېبر پښتونخوا سره خپل چلند بدل کړي او د خلکو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لړۍ پای ته ورسوي. نوموړي خبرداری ورکړ چې د زور او فشار سیاست به جدي پایلې ولري.
د دواړو مشرانو عدالت ته د وړاندې کولو پر مهال د پولیسو او نورو امنیتي ادارو اضافي نفري هم ځای پر ځای شوې وه. د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګولی دی، خو د غورځنګ مشران وايي چې د دوی مبارزه سوله ییزه ده او د پښتنو د آئيني او سیاسي حقونو لپاره کار کوي.


شال نیوز