کابل (شال نیوز) : اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کي د ښځو او نجونو پر تعلیم لګول شوي بندیزونه له کوم شرط پرته ختم کړي او هغوی ته د زده کړو برابرې موقعې ورکړي.

 

اروپايي ټولنې د یونیسکو د اجرائیوي شورا په غونډه کي ویلي چې تعلیم د هر انسان بنیادي حق دی او د افغانستان ښځې او نجونې باید له دغه حقه محرومې نه شي.

 

د یونیسکو د ۲۰۲۶ کال د اګست د معلوماتو له مخې، په افغانستان کي شاوخوا ۲۴ لکه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي. دغه شمېر د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی دی.

 

په افغانستان کي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه تړل شوي دي. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کي بیا په پوهنتونونو کي هم د ښځو پر تعلیم بندیز ولګېد.

 

حامد کرزی: د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو تعلیم ضروري دی
حامد کرزی: د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو تعلیم ضروري دی
افغانستان : فاروق اعظم له طالبانو غوښتي چې د زده کړو دروازې پرانیزي؛ دلاور د نجونو پر تعلیم د بندیز دفاع کړې
افغانستان : فاروق اعظم له طالبانو غوښتي چې د زده کړو دروازې پرانیزي؛ دلاور د نجونو پر تعلیم د بندیز دفاع کړې

 

اروپايي ټولنې د نجونو د تعلیم ترڅنګ د ازادو رسنیو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده. بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نجونو د تعلیم مسئله لا هم تر غور لاندې ده، خو دا یې نه دي ویلي چې سکولونه او پوهنتونونه به کله بېرته پرانیستل شي.

 

نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې د نجونو له تعلیم څخه اوږدمهاله محرومیت به په افغانستان کي د ښځینه ډاکټرانو، استادانو او نورو مسلکي کارکوونکو کمښت لا زیات کړي. افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې پکی نجونې له شپږم ټولګي پورته له تعلیم څخه په پراخه کچه منع شوې دي.