اسلام‌ اباد (شال نیوز) : په پاکستان کي د ایل پي جي ګېس د وېشونکو اتحادیې ویلي چې د هېواد په ځینو غرنیو سیمو کي د یو کلو ایل پي جي بیه ۶۰۰ روپیو ته رسېدلې او د کور د استعمال سلنډر په ۷۲۰۰ روپۍ خرڅېږي.

 

د اتحادیې مشر عرفان کوکر ویلي چې په پنجاب او خېبر پښتونخوا کي هم د ایل پي جي بیې لوړې شوې دي. د هغه په وینا، په دغو صوبو کي یو کلو ګېس په ۵۰۰ روپۍ او د کور سلنډر په ۶۰۰۰ روپۍ پلورل کېږي.

 

دا په داسې حال کي ده چې د پاکستان د تېلو او ګېس د څارنې ادارې، اوګرا، د اکتوبر میاشتې لپاره د یو کلو ایل پي جي رسمي بیه شاوخوا ۲۷۹ روپۍ او د ۱۱ اعشاریه ۸ کلو کورني سلنډر بیه شاوخوا ۳۳۰۰ روپۍ ټاکلې ده.

 

د اتحادیې د ورکړل شوو شمېرو له مخې، په ځینو غرنیو سیمو کي یو کلو ایل پي جي د رسمي نرخ په پرتله تر دوه چنده هم په لوړه بیه خرڅېږي. عرفان کوکر ویلي چې په راتلونکو ورځو کي د ایل پي جي بیې نورې هم لوړېدای شي.

 

نوموړي پر اوګرا نیوکه کړې چې د رسمي نرخونو خلاف د ګېس د خرڅلاو مخه نه نیسي. هغه ویلي چې له خلکو څخه د اربونو روپیو اضافي پیسې اخیستل کېږي، خو د دې شمېرې د تایید لپاره یې اسناد نه دي وړاندې کړي.

 

د ایران پر سرحد د ګازو ډک ټانکرونه بند پاتې دي، پاکستان کې اېل پي جي ګران شوی
د ایران پر سرحد د ګازو ډک ټانکرونه بند پاتې دي، پاکستان کې اېل پي جي ګران شوی

 

د ایل پي جي د بیو زیاتوالی په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا او د هېواد د نورو غرنیو سیمو پر هغو کورنیو اغېز کوي چې د نلونو طبیعي ګېس نه لري او د پخلي او کورونو د ګرمولو لپاره سلنډرونه استعمالوي.

 

د اکتوبر په میاشت کي د ایل پي جي د بیو دغه زیاتوالی داسې مهال مخې ته راغلی چې د ژمي په رانږدې کېدو سره په سړو سیمو کي د ګېس استعمال زیاتېږي. تر اوسه اوګرا د اتحادیې د مشر د څرګندونو او په بازار کي د رسمي نرخونو خلاف د ایل پي جي د خرڅلاو په اړه تازه دریځ نه دی څرګند کړی.

 

د اتحادیې له خوا یاد شوي بازار نرخونه هم لا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.