اسلام‌ اباد (شال نیوز) : له ایران سره د پاکستان د سرحدي لارو بندېدو د اېل پي جي ګازو پر کاروبار اغېز کړی او د سوداګرو په وینا، په تېره یوه اوونۍ کي د یو کلو ګاز بیه ۱۰۰ روپۍ لوړه شوې ده.

 

د اېل پي جي مارکیټنګ اېسوسي اېشن مرستیال مشر محمد علي حیدر ویلي چې د سرحدي لارو د بندېدو له امله تر ۴۵۰۰ ټنو زیات ګاز د ایران په خاوره کي بند پاتې دی او پاکستان ته یې رسېدل ځنډېدلي دي.

 

نوموړي له حکومته غوښتي چې د اېل پي جي سرکاري نرخونه د میاشتې پر ځای هره ورځ یا هره اوونۍ وټاکي، څو په نړیوال مارکیټ او د ګازو په رسد کي بدلونونه په وخت په نرخونو کي شامل شي.

 

د راپور له مخې، د اکتوبر په ۱۶مه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا د شویو پرېکړو او د سرحدي لارو د بندېدو له امله د ایران څخه د ګازو واردات اغېزمن شوي دي.

 

د ګازو کاروباریان وايي، که سرحدي لارې ژر خلاصې نه شي، نو د ژمي له رانږدې کېدو سره به د ګازو د لا ګرانېدو او په مارکیټ کي د مصنوعي کمښت خطر زیات شي.

 

په پاکستان کي ګڼ کورونه، هوټلونه او واړه کاروبارونه د پخلي او نورو اړتیاوو لپاره اېل پي جي کاروي. د دې ګاز د بیو لوړېدل په ځانګړي ډول پر هغو کورنیو مالي فشار زیاتوي چې د نلونو له لارې طبیعي ګاز نه لري.

 

تر اوسه حکومت د سوداګرو د هغې غوښتنې په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی چې د اېل پي جي نرخونه دې د میاشتې پر ځای هره ورځ یا هره اوونۍ وټاکل شي.