پېښور (شال نیوز) : د پېښور ډپټي کمشنر ډاکټر آفاق وزیر د سکول په پېښه کي د وژل شوو ماشومانو کورنیو ته د مرستې په توګه د دوه کروړه لس لکه روپیو چیکونه ورکړي دي.
د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې، ډپټي کمشنر د وژل شوو ماشومانو له والدینو او نورو خپلوانو سره لیدلي او هغوی ته یې د حکومت له خوا د مالي مرستې چیکونه سپارلي دي.
ډاکټر آفاق وزیر ویلي، هغه کورنۍ چې د خپلو ماشومانو د جنازو او تدفین لپاره نورو ضلعو ته تللې دي، له راستنېدو وروسته به ورته د مرستې چیکونه ورکړل شي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې یادې پیسې د څو کورنیو ترمنځ وېشل شوې دي او هرې کورنۍ ته څومره مرسته ورکړل شوې ده.


شال نیوز