پېښور (شال نیوز) : په اسلاماباد کي د طالبانو سفارت د پېښور د دیر کالونۍ په سیمه کي د الخیر ښوونځي د چت لوېدو له امله د ماشومانو او نورو کسانو پر مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
سفارت په خپل پیغام کي د مړو شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا یې کړې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کي د ماشومانو په ګډون د ۳۵ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی، خو دا شمېره لا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
د پېښور پولیس وايي، د ښوونځي د ودانۍ مالک یې نیولی او د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ښوونځي چت د څه له امله لوېدلی دی.


شال نیوز