سراروغه (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ټانک ضلعې په ډبره سیمه کي د نامعلومو وسله والو په ډزو د وژل شوي پولیس سب انسپکټر نیاز محمد خان د جنازې لمونځ د بر جنوبي وزیرستان د سراروغې په پولیس لاینز کي ادا شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، نیاز محمد خان د بر جنوبي وزیرستان په پولیسو کي دنده ترسره کوله او د ټانک په ډبره سیمه کي د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

 

د هغه د جنازې په مراسمو کي د سراروغې بریګېډ بریګېډیر عاطف، د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر محمد اشفاق، د سروکۍ ایس ډي پي او فضل سبحان او یو شمېر نورو پولیس افسرانو او چارواکو ګډون کړی وو.

 

ټانک کې د وسله والو په ډزو د بر سویلي وزیرستان پخوانی ایس اېچ او وژل شوی، د سکول زده کوونکی ژوبل دی
ټانک کې د وسله والو په ډزو د بر سویلي وزیرستان پخوانی ایس اېچ او وژل شوی، د سکول زده کوونکی ژوبل دی

 

له جنازې وروسته د نیاز محمد خان مړی د هغه پلرني کلي ته لېږدول شوی، چې هلته به په سرکاري اعزاز خاورو ته وسپارل شي. د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر محمد اشفاق د جنازې پر مهال وویل چې پولیس به د نیاز محمد خان د کورنۍ ملاتړ کوي او په دې سخت وخت کي به یې یوازې نه پرېږدي.

 

نوموړي وویل چې پولیس د خپلو وژل شویو ملګرو قربانۍ نه هېروي او د هغوی له کورنیو سره به مرستې جاري ساتي. پولیسو تر اوسه د نیاز محمد خان د وژنې په تړاو د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی او نه هم کومې وسله والې ډلې د برید ذمه واري منلې ده.