ټانک (شال نیوز) : د ټانک ضلعې په ډبره سیمه کي د ناڅرګنده وسله والو په ډزو د بر سویلي وزیرستان د سراروغې تاڼې پخوانی ایس اېچ او، سب انسپکټر نیاز محمد وژل شوی او د یو شخصي سکول زده کوونکی ژوبل شوی دی.
د ټانک د پولیسو مشر (ډي پي او) عبدالصمد خان ویلي، نیاز محمد له ډېره اسماعیل خان څخه بر جنوبي وزیرستان ته روان و چې وسله والو په ډبره کي د هغه پر ګاډي ډزې وکړې.
د پولیسو په وینا، نیاز محمد په ډزو کي خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ډزو پر مهال د یو شخصي سکول زده کوونکی هم ژوبل شو، چې د علاج لپاره د ټانک ضلعي هېډکوارټر روغتون ته رسول شوی دی.
عبدالصمد خان ویلي، له پېښې وروسته پولیسو د سیمې لارې تړلې او د برید کوونکو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي. پولیس وايي، تر اوسه د برید کوونکو شناخت نه دی شوی او نه هم دا څرګنده ده چې نیاز محمد ولې په نخښه شوی دی.
د برید ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.


ملک عرفان برکي