باړه (شال نیوز) : د خېبر ضلعې په باړه بازار کې د پاکستان تحریک انصاف احتجاج د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په نښتو بدل شوی، چې لږ تر لږه دولس کسان پکې ژوبل شوي او قهرجنو مظاهره چیانو د نادرا دفتر او د ریسکیو ۱۱۲۲ د ودانۍ یوې برخې ته اور اچولی دی.
تحریک انصاف په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او په ځینو ضلعو کې د ایمرجنسۍ د لګولو پر ضد احتجاج کړی و. د باړې د ځايي سرچینو په وینا، د تحریک انصاف لسګونه کارکنان د ماسپښین پر مهال د باړه بازار په خېبر چوک کې راټول شوي وو، خو پولیسو هڅه وکړه چې هغوی له احتجاجه منع کړي.
پولیسو په پیل کې د مظاهره چیانو د خورولو لپاره لاټي چارج وکړ او اوښکې بهوونکی ګیس یې استعمال کړ، چې له امله یې احتجاج کوونکي د څه وخت لپاره خواره شول. خو د تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالغني اپریدي له خپلو ملګرو سره د احتجاج ځای ته له رسېدو وروسته مظاهره چیان بیا راټول شول او د خېبر چوک کنټرول یې ترلاسه کړ.
د ځايي سرچینو په وینا، په دې وخت کې پولیس شاته تګ ته اړ شول او ځینو یې په نږدې دوکانونو او تجارتي ودانیو کې پناه واخیسته. د احتجاج پر مهال ځینو مظاهره چیانو له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول او هغه پولیس یې هم له دوکانونو راوایستل چې هلته یې پناه اخیستې وه.
پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره بیا اوښکې بهوونکی ګیس استعمال کړ او هوايي ډزې یې وکړې. د باړې ځايي سرچینو او د پېښور د حیات اباد میډیکل کمبلیکس ویلي چې د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ په نښتو او ډزو کې لږ تر لږه دولس د تحریک انصاف کارکنان ژوبل شوي دي.

د تحریک انصاف ځايي مشرانو تور پورې کړی چې پولیسو پر مظاهره چیانو مخامخ ډزې کړې دي، خو پولیس چارواکو دا تور رد کړی دی. ژوبل کسان ځايي روغتون ته رسول شوي او د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د هغوی ژوند له خطره بهر ښودل شوی دی.
په باړه کې د شال نیوز ،امان علي شینواري، لخوا ترلاسه شوو ویډیوګانو کي پر ځمکه په وینو لړلي کسان لیدل کېږي او ورسره د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي. په ویډیو کي یو شمېر خلک د ژوبلو کسانو شاوخوا راټول شوي او د هغوی د مرستې هڅې کوي.
د نښتو پر مهال قهرجنو مظاهره چیانو د باړې د نادرا دفتر او د ریسکیو ۱۱۲۲ د ودانۍ یوې برخې ته اور اچولی دی. تر اوسه د دغو ودانیو د مالي زیان بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.
د ماښام پر مهال ځايي سرچینو ویلي چې پولیسو مظاهره چیان له خېبر چوک څخه په شا کړي او تر عالم ګودر پورې یې تعقیب کړي دي. عالم ګودر له باړه بازاره شاوخوا دوه کیلومتره لرې دی. پولیسو د باړه بازار او شاوخوا سیمو کنټرول بېرته ترلاسه کړی او بازار ته تلونکې لارې یې تړلې دي.
که څه هم احتجاج ختم شوی، خو ځايي سرچینې وايي چې په سیمه کې لا هم حالات ترینګلي دي. بلخوا د باړې سیاسي اتحاد مشرانو له تحریک انصاف او پولیسو دواړو غوښتنه کړې چې له نورو نښتو ډډه وکړي.
د اتحاد مشرانو ویلي چې پولیس او احتجاج کوونکي دواړه د همدې سیمې اوسېدونکي دي او دواړو خواوو ته زیان رسېدل به د باړې د خلکو په تاوان وي. تر اوسه د دې پېښې په تړاو د نیول شوو کسانو شمېر او د حکومتي ودانیو د زیان بشپړ تفصیل نه دی څرګند شوی.


ابراهیم شینواری