پېښور (شال نیوز) : په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج او ایمرجنسي له اعلان وروسته نوي انتظامي چارواکو د پولیسو د پیاوړتیا، د وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو او د پرمختیايي کارونو د چټکولو لپاره یو شمېر ګامونه اعلان کړي دي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د اکتوبر پر ۱۲مه په پېښور کي یوې خبري غونډې ته وویل چې د نوي انتظام لومړی هدف په صوبه کي د امن ټینګول او د وسله والو بریدونو مخنیوی دی.
نوموړي وویل، وفاقي حکومت د پولیسو او نورو امنیتي ادارو د مالي اړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړی دی. د ګورنر په وینا، د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د خېبر پښتونخوا پولیسو ته د وسله والو بریدونو پر ضد د کارېدونکو لسو ځانګړو ګاډو د ورکولو اقدام کړی دی.
فیصل کریم کنډي وویل، د پولیسو د تنخواګانو د زیاتولو، د وژل شوو پولیسو کورنیو ته د مالي مرستو او د هغوی ماشومانو ته د وړیا تعلیم د ورکولو لپاره هم ګامونه پورته کېږي.
د نوي انتظام له جوړېدو وروسته د صوبې د امنیت په اړه د اېپکس کمېټۍ غونډه هم شوې ده. د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي چې له شاوخوا دوه نیمو کلونو وروسته وفاقي او صوبايي انتظام د امنیت په مسئله کي په یوه دریځ ولاړ دي.
بلخوا وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو لپاره ځانګړی انتظامي سېکرټرېټ جوړ کړی دی. په دغو ضلعو کي د پخوانیو قبایلي سیمو ترڅنګ بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان هم شامل دي.
د اکتوبر پر ۱۲مه په پېښور کي د محسن نقوي په مشرۍ د دغه سېکرټرېټ په غونډه کي د امنیتي حالاتو، پرمختیايي اړتیاوو او د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره د فنډونو د برابرولو پرېکړه اعلان شوې ده.
د پاکستان د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کي په خېبر پښتونخوا کي د وسله والو بریدونو پېښې ۱۹۶ فیصده زیاتې شوې دي. خو د دې شمېرې د خپلواک تصدیق لپاره بشپړ رسمي معلومات نه دي وړاندې شوي.
بلخوا تحریک انصاف ګوند د ګورنر راج او ایمرجنسي له پرېکړې سره مخالفت کړی او دا یې د صوبې د منتخب حکومت او صوبايي واکونو پر ضد ګام بللی دی. د صوبې په بېلابېلو ضلعو کي د تحریک انصاف کارکنانو احتجاجونه هم کړي او پولیسو یو شمېر کسان نیولي دي.
د نوي انتظام له خوا د امنیت او پرمختیا لپاره اعلان شوي ګامونه لا په لومړیو پړاوونو کي دي او تر اوسه څرګنده نه ده چې عملي کېدل به یې د صوبې پر امنیتي حالاتو او د خلکو پر ژوند څومره اغېز وکړي.


شال نیوز