پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا اپېکس کمېټۍ د صوبې د امنیت د ښه کولو لپاره د پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د وړتیاوو لوړولو او هغوی ته د عصري وسلو او تجهیزاتو د برابرولو پرېکړه کړې ده.
اکتوبر په ۱۲ مه د صوبې د والي فیصل کریم کنډي په مشرۍ د اپېکس کمېټۍ په غونډه کې، چې د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي، د پېښور کور کمانډر او لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و، په صوبه کې د ترهګرۍ د ختمولو او د تلپاتې سولې پر ټینګښت خبرې شوې دي.
د غونډې په اعلامیه کې ویل شوي چې د ترهګرۍ پر ضد به د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات دوام ولري او د امنیت د ښه کولو لپاره به ټول شته امکانات وکارول شي. په اعلامیه کې راغلي چې پولیسو ته به زغروال او نور اړین موټر، عصري وسلې، تجهیزات او کافي بشري ځواک برابر شي.
اپېکس کمېټۍ دا هم ویلي چې د خیبر پښتونخوا د خلکو د زده کړو، روغتیا او ژوند د معیار د ښه کولو لپاره به اقدامات کېږي او په وروسته پاتې او اغېزمنو سیمو کې به د لومړنیو اسانتیاوو برابرولو ته پاملرنه وشي.


سلمان یوسفزی