کابل (شال نیوز) : د ټولګټو چارو وزارت وايي د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي په میاشت کې د افغانستان له اوسپنیزو پټلۍ څخه ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او هرات–خواف له اوسپنیزو پټلیو ترسره شوي دي.

 

د یادو انتقالاتو له ډلې ۳ زره او ۷۴۴ مټریک ټنه د افغانستان صادرات وو او پاتې ډېره برخه د نفتي او غیرنفتي توکو واردات تشکیلوي.