کله چې د نړۍ په بل سر کې د غزا یا فلسطین په دښتو کې بارود وورېږي، نو زمونږ د ښارونو سړکونه د غبرګونونو په سېلابونو را ډک شي. مذهبي مشران په ممبرونو د اسلامي اخوت نارې وهي او په ټرکونو کې د مرستو کڅوړې باروي.

 

خو افسوس، چې د همدې خاورې په سینه، د پېښور، بنو او کوهاټ په شګلنو دښتو کې د تیراه، اورکزئیو، باجوړ او وزیرستان زرګونه داسې ماشومان پراته دي چې نه یې چا ته په نیمه شپه کې د مرستې لاس اوږد کړ او نه یې چا د بې کورۍ په ماتم کې یوه اوښکه تویه کړه.

 

 

یه پښتون ماشوم د کډوالو په کېمپ کې د خشاک بوجۍ اوږې ته اچولې ده انځور شال نیوز

 

 

د ۲۰۲۶ کال په یخو ورځو کې د تیراه په واورو پوښلو درو کې یو ځل بیا د ویر ډکې نارې پورته شوې. د رسمي ارقامو له مخې، تر دې دمه یوازې له تیراه څخه څه باندې ۳۰ زره کورنیو ته د بې ځایه کېدو ټوکنې ورکړل شوې دي، چې له دې جملې ۱۱ زره او ۴۰۰ کورنۍ لا دمخه په کډوالو بدلې شوې دي، او همداراز، په منځني کرم کې هم د ۱۴ زره نه زیاتې کورنۍ د بې کورۍ په اور کې سوځي.

 

وفاقي حکومت وايي چې دوي د چا د وتلو حکم نه دی کړی، خو د شاور او تیراه د غرونو کاڼي شاهد دي چې خلکو خپل تود نغري د ویرې له امله پرېښودل. د اورکزئیو د ماموزئیو سیمي خلک هم د یوې داسې جګړې په انتظار کې له کورونو وتلي، چې د دوي په ورانۍ ختمېږي خو حکومت ورته د امداد په ځای د صبر تلقین کوي.

 

 

پښتانه کډوال | انځور شال نیوز

 

 

د دې داستان تر ټولو دردوونکې پاڼه هغه ۲۰ زره وزیرستانۍ کورنۍ دي چې پینځلس کاله وړاندې یې د عملیاتو په اور کې د ډیورنډ د کرښې اخوا خوست او پکتیکا ته پناه وړې وه، هغه ماشومان چې ۱۵ کاله وړاندې په ۵ یا ۱۰ کلنۍ کې تللي وو، نن هلته ځوانان شول خو هغوي نه وطن لري او نه شناخت، هغوي ته نه پاکستان د خپلې خاورې اسناد ورکوي او نه یې څوک په پردۍ خاوره کې خپل بولي.

 

دا ځوانان د شناختي کارت او پاسپورټ په نشتوالي کې په حقیقت کې د "ژوندو مړو" په څېر ګرځي، هغوي نه تعلیم کولی شي او نه په عزت سره خپل وطن ته راستنېدلی شي. هغوي چې کله د پټو سترګو نه د خپل کلي ورانې کوټې په نظر کې راولي، نو د خپلو مذهبي ګوندونو بې غوري ورته د خار په څېر په زړه کې ننوځي، چې ولې د دوي لپاره په لاهور او اسلام اباد کې څوک غږ نه پورته کوي؟

 

 

د تیراه د کډوالو په کېمپ کې د کډوالو د ثبت پر مهال | انځور شال نیوز

 

 

پوښتنه دا ده چې ولې زمونږ د مذهبي ډلو په لومړیتوبونو کې د تیراه او وزیرستان ماشوم شامل نه دی؟ د غزا ماشومان زمونږ د سترګو تور دي، خو د بکاخېل او ډومېل په کېمپونو کې د خاورو لاندې پټ پښتانه ماشومان هم د دې خاورې وارثان دي، د اورکزئیو د ماموزئیو او د کرمې د بې کوره شوو میندې هم هغومره اوښکې تویوي، څومره چې د بلې خاورې میندې تویوي.

 

دا یوازې د سیمي او جغرافیې کیسه نه ده، دا د هغو پښتنو د هویېت د ورکېدو فریاد دی، چې په خپل وطن کې پردي شوي دي. هغوي ډوډۍ نه غواړي، هغوي خپل وران کورونه غواړي، هغوي خپل بایللی شناخت غواړي، او هغوي غواړي چې یو ځل بیا په هغو نغریو کې اور بل کړي چې د بارودو لوګیو مړه کړي دي.

 

 

د تیراه په پېندي چینه سیمه کې د کډوالو کیمپ | انځور شال نیوز

 

 

تر څو چې د ریاست او ولس په زړونو کې د دې کډوالو لپاره مینه پیدا نه شي، دا خاوره به د غزا نه هم په زیاتو ژورو زخمونو اخته وي.