اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سومالیا ساحل ته نږدې په یوه پېښه کي د وژل شوو دریو پاکستانیانو د هرې کورنۍ لپاره یو کروړ او ۲۵ لکه روپۍ مالي مرسته او یو کور اعلان کړی دی.
د پاکستان دولتي راډیو د اکتوبر پر دویمه ویلي، حکومت به د وژل شوو پاکستانیانو ماشومانو ته وړیا تعلیم او درملنه هم برابروي. په وژل شوو کسانو کي سید کاشف عمر، محمود احمد انصاري او رفیع الله خان شامل دي.
د پاکستان حکومت وايي، دغه کسان د سومالیا ساحل ته نږدې د یوې تښتول شوې بېړۍ د ژغورنې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
وزیراعظم شهباز شریف د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د وژل شوو کسانو د جسدونو پاکستان ته د انتقال چارې چټکې کړي. هغه د ټپیانو د درملنې او د پاتې پاکستاني عملې د خوندي ستنېدو لپاره هم د اقداماتو لارښوونه کړې ده.
د پاکستان دولتي راډیو په خپاره کړي راپور کي د اعلان شوې مالي مرستې د ورکړې نېټه نه ده ښودلې. دا هم نه دي ویل شوي چې اعلان شوي کورونه به په کومو سیمو کي او د کومې حکومتي ادارې له لارې کورنیو ته ورکول کېږي.
دغه راز، د ماشومانو د وړیا تعلیم او درملنې د اسانتیاوو د مودې او عملي طریقې په اړه هم نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه دا د حکومت اعلان دی او د مالي مرستې، کورونو او نورو اسانتیاوو د عملي سپارلو په اړه جلا معلومات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز