موګادیشو (شال نیوز) : پاکستاني رسنیو کې راپورونه خپاره شوي چې د صومالیايي سمندري قزاقانو له خوا تښتول شوې د تېلو بېړۍ «انر ۲۵» د عملې پنځه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

 

په دغو راپورونو کې ویل شوي چې په وژل شویو کې درې پاکستانیان، کاشف عمر، محمود انصاري او رفیع الله خان شامل دي. د یوه هندي او د میانمار د یوه وګړي د وژل کېدو خبره هم شوې ده.

 

خو شال نیوز تر دې دمه د دغو کسانو د وژل کېدو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د صومالیا د حکومت یا د پنټلنډ د چارواکو رسمي تایید نه دی موندلی.

 

په خپرو شویو معلوماتو کې دا هم ویل شوي چې د پنټلنډ امنیتي ځواکونو «انر ۲۵» د قزاقانو له ولکې ازاده کړې او نهه کسان یې نیولي دي. دا ادعا هم تر اوسه له خپلواکو سرچینو نه ده تایید شوې.

 

«انر ۲۵» د اپرېل پر ۲۱مه د صومالیا ساحل ته نږدې د سمندري قزاقانو له خوا نیول شوې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې پر بېړۍ ۱۷ کسان سپاره وو چې لس یې پاکستانیان وو.

 

د سپټمبر پر ۲۵مه د فرانس پرېس اژانس په یوه راپور کې ویلي وو چې «انر ۲۵» لا هم د قزاقانو په ولکه کې وه. د سپټمبر پر ۲۷مه هم په صومالیا کې خپرو شویو راپورونو د بېړۍ عمله یرغمل بللې وه.

 

شال نیوز د دې تازه راپور د رسمي تایید هڅه کوي.