اسلاماباد / پنټلنډ (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له سومالیايي چارواکو سره په تماس کي دی چې د سمندري غلو له منګولو د ژغورل شوې اېم ټي آنر ۲۵ بېړۍ پاکستاني کارکوونکي او د وژل شویو کسانو مړي هېواد ته ستانه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د پنجشنبې، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه، په خبري غونډه کي د وژل شویو درېیو پاکستانیانو نومونه رفیعالله خان، سید کاشف عمر او محمود احمد انصاري ښودلي دي.
د هغه په وینا، درې نور پاکستاني کارکوونکي ټپیان شوي او درملنه یې روانه ده. پاکستان وايي، له اړوندو چارواکو سره د ژوندي پاتې شویو کارکوونکو او د وژل شویو کسانو د مړو د ستنولو لپاره خبرې روانې دي.
د سومالیا د پنټلنډ چارواکي وايي، سمندري غلو د امنیتي عملیاتو له پیلېدو مخکې د بېړۍ پنځه کارکوونکي وژلي وو. په وژل شویو کي درې پاکستانیان، یو هندی او یو د میانمار وګړی شامل دي.
د پنټلنډ چارواکو ویلي، امنیتي ځواکونو په عملیاتو کي بېړۍ بېرته نیولې، پاتې کارکوونکي یې ژغورلي او یو شمېر مشکوک سمندري غله یې هم نیولي دي.
د بېړۍ د ژغورلو او د درېیو پاکستانیانو د وژل کېدو خبر تر دې مخکې خپور شوی و، خو تازه پرمختګ دا دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وژل شویو پاکستانیانو هویت اعلان کړی او د ژوندي پاتې شویو کسانو او مړو د ستنولو لپاره یې له سومالیايي چارواکو سره رسمي خبرې پیل کړې دي.


شال نیوز