کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر وايي، په پاکستان یا بل کوم بهرني هېواد کي دفتر یا استازولي نه لري او فعالیتونه یې د افغانستان دننه د پټو شبکو له لارې پر مخ وړل کېږي.

 

زرغون بهیر په یوه تازه اعلامیه کي ویلي، دا وضاحت وروسته له هغې کوي چې یوې افغان سیاسي څېرې د طالبانو د ځینو مخالفانو د دفترونو او بهرني ملاتړ خبره کړې ده.

 

په اعلامیه کي ویل شوي:

 

«په دې وروستیو کي یوې سیاسي څېرې ویلي چې د طالبانو مخالفین په پاکستان کي دفتر لري. موږ غواړو په بشپړ وضاحت ووایو چې د افغانستان زرغون بهیر په هېڅ بهرني هېواد کي دفتر یا استازولي نه لري.»

 

زرغون بهیر ویلي، فعالیتونه یې د هغو شبکو او خپلواکو ډلو پر مټ روان دي چې د افغانستان دننه جوړې شوې دي. دې ډلې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې یو شمېر غړي د جګړو پر مهال وژل شوي او یو شمېر نور د طالبانو په زندانونو کي دي. د زرغون بهیر په وینا، ډېری غړي یې لا هم د افغانستان دننه په پټه فعالیت کوي.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د زرغون بهیر د غړو د شمېر، فعالیتونو او د وژل شویو یا زنداني غړو په اړه د دې ډلې معلومات نه شي تاییدولی.

 

زرغون بهیر دا اعلامیه څو ورځې وروسته له هغې خپره کړې چې د جمعیت اسلامي افغانستان د یوې څانګې مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو د بهرني ملاتړ په اړه څرګندونې وکړې.

 

نور په نورستان کي د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ د جګړې په تړاو، د کومې ډلې له نوم اخیستو پرته، ویلي وو چې افغان ځوانان باید «د پردیو د خوشحالولو» لپاره جګړې ته ونه لېږل شي. هغه ویلي وو چې د افغانستان ازادي د بهرنیو قدرتونو په نیابتي ځواک او پیاده‌نظام بدلېدو سره نه شي ترلاسه کېدای.

 

عطا محمد نور: که له حده واوړئ، د روزنې او تمویل رازونه به مو افشا کړم
عطا محمد نور: که له حده واوړئ، د روزنې او تمویل رازونه به مو افشا کړم

 

عطا محمد نور په یوه بل پیغام کي خبرداری ورکړی و چې ښايي د «پردې تر شا رازونه، دفترونه، روزنیز کمپونه، تمویل، د ډلو مشران او پټ استازي» افشا کړي. خو نور په خپلو څرګندونو کي د کومې ځانګړې ډلې یا کس نوم نه و اخیستی او د خپلو خبرو د ثبوت لپاره یې اسناد هم نه وو خپاره کړي.

 

زرغون بهیر په خپله تازه اعلامیه کي ټینګار کړی چې دا بهیر «یو استثنا» دی او غوښتنه یې کړې چې دغه استثنا دې ومنل شي او درناوی دې یې وشي.

 

د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو د بهرنیو اړیکو او احتمالي ملاتړ موضوع په وروستیو ورځو کي وروسته له هغې بیا د بحث وړ ګرځېدلې چې په نورستان او د افغانستان په نورو سیمو کي د طالبانو پر ضد د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو راپورونه زیات شوي دي.