اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف پرېکړه کړې چې د وفاقي حکومت او پيپلز پارټۍ شپږ کسیز ګډ پلاوی به د جمعې، د اکتوبر پر دویمه، د تحریک انصاف له مشرانو سره خبرې کوي.

 

ټاکل شوې خبرې د غرمې پر ۱۲ بجې د قومي اسمبلۍ د سپیکر په دفتر کي وشي. دا غونډه د تحریک انصاف له اعلان شوي اسلام‌اباد لاریون دوه ورځې مخکې کېږي، چې د اکتوبر څلورمې لپاره اعلان شوی دی.

 

د حکومت په استازو کي د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله او امیر مقام شامل دي. د پيپلز پارټۍ له خوا شېري رحمان، سید نوید قمر او اعجاز جاکراني په پلاوي کي دي.

 

د تحریک انصاف مشر عامر ډوګر ویلي، ګوند د خبرو بلنه منلې ده. د تحریک انصاف په پلاوي کي بېرسټر ګوهر علي خان، اسد قیصر، عامر ډوګر، سلمان اکرم راجا او سینیټر راجا ناصر عباس شامل دي.

 

قامي جرګه د خیبر پښتونخوا د سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره منځګړیتوب کوي
قامي جرګه د خیبر پښتونخوا د سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره منځګړیتوب کوي
وفاقي وزیران : په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج اییني لاره شته؛ تر اوسه رسمي فیصله نه ده شوې
وفاقي وزیران : په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج اییني لاره شته؛ تر اوسه رسمي فیصله نه ده شوې

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیان له مخې، دا پرېکړه په اسلام‌اباد کي د ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف په غونډه کي شوې ده.

 

په غونډه کي د هېواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت سربېره د خېبر پښتونخوا امنیتي حالت هم وڅېړل شو. دواړو مشرانو د امنیت لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ.

 

تحریک انصاف د اکتوبر څلورمې د لاریون د لغوه کولو اعلان تر اوسه نه دی کړی. د جمعې خبرې به په داسې وخت کي کېږي چې د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د لاریون او د خېبر پښتونخوا د سیاسي وضعیت پر سر اختلافات روان دي