پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د وفاقي حکومت یو شمېر وزیرانو په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج او ایمرجنسي د امکان په اړه څرګندونې کړې دي، خو وفاقي حکومت تر اوسه د دې په اړه د کومې رسمي فیصلې اعلان نه دی کړی.
د کشمیر او ګلګت بلتستان وفاقي وزیر امیر مقام د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر ورځ په پېښور کي خبریالانو ته ویلي، د ده په وینا په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج لپاره قانوني شرطونه پوره شوي او په دې اړه مشورې روانې دي. هغه ویلي، «هر وخت هر څه کېدای شي.»
د پاکستان د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي، د ګورنر راج او ایمرجنسي لپاره په ایین کي لاره موجوده ده او که ټاکلي اییني شرطونه پوره شي، دا ګام اخیستل کېدای شي.
د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ او د کورنیو چارو مملکتي وزیر طلال چوهدري هم د خېبر پښتونخوا د حکومت پر امنیتي تګلارې نیوکې کړې دي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي هم تر دې مخکې ویلي وو چې د ګورنر راج په اړه مشورې شوې دي. د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله هم ویلي چې ګورنر راج یو موجود اییني انتخاب دی، خو په دې اړه لا فیصله نه ده شوې.
په همدې حال کي وزیراعلی سهیل افریدي ویلي چې د ګورنر راج یا ایمرجنسي له ګواښونو سره به خپل دریځ بدل نه کړي. هغه د وفاق اوسنۍ امنیتي تګلاره بیا ناکامه بللې او ویلي یې دي چې د څوکۍ د له لاسه ورکولو له وېرې به له خپل دریځه نه اوړي.
نوی پرمختګ دا دی چې د ګورنر راج بحث اوس یوازې د صوبايي حکومت له خوا د یوه احتمالي ګواښ په توګه نه یادېږي؛ د وفاقي حکومت وزیران هم په ښکاره د دې اییني امکان په اړه خبرې کوي.
خو تر دې ساعت وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا کي نه د ګورنر راج او نه هم د ایمرجنسي د لګولو رسمي فیصله اعلان کړې ده.


شال نیوز