پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا د پخواني ګورنر شوکت‌ الله خان په مشرۍ یوې قامي جرګې د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ د زیاتېدونکي سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې پېل کړې دي.

 

جرګې په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له ګورنر فیصل کریم کونډي او اعلا وزیر سهیل اپریدي سره جلا جلا لیدلي او له دواړو لوریو یې غوښتي چې د خبرو له لارې د روان سیاسي اختلاف د کمولو هڅه وکړي.

 

په جرګه کې پخوانی ګورنر شوکت‌ الله خان او د قبایلي سیمو یو شمېر مشران شامل دي. د جرګې غړي وايي، دا هڅه د کوم سیاسي ګوند له خوا نه ده پېل شوې، بلکې قبایلي مشرانو په خپله پرېکړه کړې چې د وفاق او صوبې ترمنځ د اختلاف د کمولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

 

د جرګې مشر شوکت‌ الله خان ویلي، په داسې وخت کې چې خیبر پښتونخوا له جدي امنیتي ستونزو سره مخ ده، د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ سیاسي اختلاف هم زیات شوی دی.

 

هغه ویلي، دواړه لوري باید د ټولنیزو رسنیو له لارې یو بل ته د ځوابونو ورکولو پر ځای مخامخ خبرې وکړي او د ستونزو د حل لاره پیدا کړي.

 

د جرګې غړو له اعلا وزیر سهیل اپريدي غوښتي چې د پاکستان تحریک انصاف له خوا د اکټوبر پر څلورمه اسلام‌ اباد ته اعلان شوی لاریون وځنډوي او وفاقي حکومت ته د خبرو لپاره وخت ورکړي.

 

جرګه غواړي د خبرو له لارې د تحریک انصاف د بندي بنسټګر او د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان په اړه د محدودیتونو موضوع هم له وفاقي حکومت سره مطرح شي.

 

سهیل اپریدی : افغانستان د جګړې باوجود اقتصادي وده کړې، د هر کس عاید یې ۴۳۰ ډالرو ته رسېدلی
سهیل اپریدی : افغانستان د جګړې باوجود اقتصادي وده کړې، د هر کس عاید یې ۴۳۰ ډالرو ته رسېدلی

 

د جرګې د غړو په وینا، فیصل کریم کونډي او اعلا وزیر سهیل اپريدي ویلي چې له خپلو اړوندو سیاسي مشرانو سره به مشورې وکړي او وروسته به د جرګې وړاندیزونو ته ځواب ورکړي. ټاکل شوې جرګه له دواړو لوریو سره نورې ناستې هم وکړي.

 

خو د جرګې د هڅو ترڅنګ اعلا وزیر سهیل اپريدي د سپتمبر پر ۳۰مه یو ځل بیا ویلي چې تحریک انصاف به د اکټوبر پر څلورمه اسلام‌ اباد ته خپل اعلان شوی لاریون کوي. د هغه په وینا، لاریون به لومړی په صوابۍ کې راټولېږي او له هغه ځایه به د اسلام‌اباد پر لور ځي.

 

تحریک انصاف تر دې مخکې دا لاریون د سپتمبر پر ۲۷مه اعلان کړی و، خو وروسته یې نېټه د اکټوبر څلورمې ته وځنډوله. په همدې وخت کې ګورنر فیصل کریم کونډي له صوبايي حکومت څخه غوښتي چې امنیتي وضعیت ته لومړیتوب ورکړي.