پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي وايي د پاکستان ګاونډی هېواد افغانستان د جګړې له حالته سره اقتصاد وده کړې ده.

 

نوموړي د سپتمبر په ۲۹ مه په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغانستان کې د هر کس کلنی عاید ۴۳۰ ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د هغه په وینا د پاکستان اقتصادي وضعیت له جدي ستونزو سره مخ دی.

 

ښاغلي اپریدي وویل، د افغانستان اقتصاد د جګړې له وضعیت سره سره د پرمختګ په حال کې دی او د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت یادونه یې د پاکستان له اوسني حالت سره د پرتله کولو لپاره وکړه.

 

د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د هر کس ناخالص کورني تولید په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۲۹ ډالر و.

 

خو د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک د مې میاشتې ارزونه وايي چې د دغه هېواد حقیقي ناخالص کورنی تولید په ۲۰۲۵ کال کې اټکل شوې ۴،۸ سلنه وده کړې، خو د نفوس د چټکې ودې له امله د هر کس پر سر ناخالص کورني تولید ۵،۶ سلنه کم شوی دی. د افغانستان د اقتصاد په اړه د اسیا پراختیايي بانک د ۲۰۲۶ لپاره د ۲،۳ سلنې اقتصادي ودې اټکل کړی دی.

 

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر په خپله خبري غونډه کې د پاکستان پر اقتصادي وضعیت هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هېواد کورني او بهرني پورونه ۴۳ زره اربه روپۍ وو، شاوخوا ۱۲ کروړه کسان د هغه په وینا د ورځې دوه وخته خواړه هم نه شي برابرولای، او د هېواد مالي کسر ۴۰ اربه روپیو ته رسېدلی دی.

 

سهیل آفریدي د اکتوبر پر څلورمه اسلام‌اباد ته د پاکستان تحریک انصاف د مارچ په اړه هم وویل چې دا لاریون به ترسره کېږي او د نوموړي په وینا ډېر خلک به پکې ګډون وکړي.

 

هغه وویل چې لاریون به له وسلو پرته وي او که څوک د ګډوډۍ لپاره کومه وسیله ولري، باید پولیسو ته وسپارل شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې د لاریون پر مهال د ګډوډۍ د رامنځته کولو هڅه به د وضعیت د خرابېدو لامل شي.

 

د اکتوبر څلورمې مارچ نېټه مخکې هم د پاکستان تحریک انصاف له لوري اعلان شوې او د سهیل آفریدي له څرګندونو سره سم د دې لپاره چمتووالی روان دی.