مدینه / صنعا (شال نیوز) : د سعودي عرب په مشرۍ ایتلاف وايي، د یمن حوثیانو د مدینې په ښار کي د «طیبه» پر بجلي ګر ډرون برید کړی چې له امله یې یو ټرانسفارمر له کاره لوېدلی دی. حوثیانو دا تور رد کړی دی.

 

د ایتلاف ویاند ترکي المالکي د پنجشنبې، د اکتوبر پر لومړۍ ویلي، برید د سې‌شنبې، د سپتمبر پر ۲۹مه، سهار ۵:۱۱ بجې شوی و.

 

هغه ویلي، د پېښې تر پلټنې او د ډرون د پاتې شونو تر څېړنې وروسته سعودي چارواکي دې نتیجې ته رسېدلي چې حوثیانو د برید پلان جوړ کړی او عملي کړی دی.

 

د ایتلاف په وینا، په برید کي د بجلي ګر یو ټرانسفارمر له کاره لوېدلی، خو د مدینې د برېښنا پر عمومي شبکه یې اغېز نه دی کړی او د برېښنا رسول نه دي بند شوي.

 

سعودي چارواکي وايي، د «طیبه» بجلي ګر یوه ملکي ودانۍ ده او مسجد نبوي ته هم د برېښنا په رسولو کي برخه لري.

 

ترکي المالکي حوثیان تورن کړي چې د مکې او مدینې د سپېڅلو ځایونو د په نښه کولو هڅې کوي. هغه ویلي، ایتلاف به د حرمینو او هلته د تلونکو خلکو د خوندیتوب لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

 

خو حوثیانو د سعودي عرب دا تور رد کړی دی.

 

د حوثیانو تر واک لاندې سبا خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله ویلي چې حوثیانو پر مدینه برید نه دی کړی. دغې سرچینې د سعودي عرب تور ناسم بللی او ویلي یې دي چې ریاض غواړي د مکې په اړه د خپلې پخوانۍ ادعا پام بلې خوا ته واړوي.

 

سعودي عرب شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم ویلي وو چې د مکې جنوب ته یې د حوثیانو یو ډرون ویشتلی او له منځه وړی و. سعودي ایتلاف هغه پېښه له ۲۰۱۷ کال راهیسې پر مکې د حوثیانو دویمه هڅه بللې وه، خو حوثیانو هغه تور هم رد کړی و.

 

حوثیان : سعودي عرب پر یمن ۵۱ نور هوايي او توغندیز بریدونه کړي
حوثیان : سعودي عرب پر یمن ۵۱ نور هوايي او توغندیز بریدونه کړي

 

د مدینې د بجلي ګر د برید په اړه د سعودي عرب او حوثیانو د ادعاوو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.

دا پېښه په داسې وخت کي شوې چې د سعودي عرب په مشرۍ ایتلاف او حوثیانو ترمنځ له څو کلن نسبي ارام وروسته جګړه یو ځل بیا زیاته شوې ده.

 

په ۲۰۲۲ کال کي د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب اوربند د دواړو خواوو ترمنځ بریدونه تر ډېره درولي وو، خو سږ کال بیا نښتې او یو پر بل بریدونه زیات شوي دي.

 

د پنجشنبې په ورځ حوثیانو دا هم ویلي چې سعودي عرب پر صنعا او د یمن پر صعده، تعز او عمران سیمو هوايي بریدونه کړي دي. سعودي عرب سمدستي د دغو بریدونو پخلی نه دی کړی، خو د سعودي په ملاتړ یمني ځواکونو ویلي چې په تعز کي یې د حوثیانو پر پوځي ځایونو بریدونه کړي دي.