نیویارک (شال نیوز) : امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او ورسره پلاوي ته له امریکا د وتلو امر کړی دی.

 

اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې له کوم پرمختګ پرته ودرېدې. اسوشیټېډ پرېس هم د دوو امریکايي چارواکو له قوله د دې پرېکړې خبر ورکړی دی.

 

د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ د دوشنبې تر سهاره هیله لرله چې په خبرو کي به پرمختګ وشي، خو تر ماسپښینه دواړه لوري یوې موافقې ته ونه رسېدل.

 

ایران د قطر له لارې د خپل اووه ورځني پلان په اړه د امریکا ځواب ترلاسه کړی
ایران د قطر له لارې د خپل اووه ورځني پلان په اړه د امریکا ځواب ترلاسه کړی

 

ایران بیا وايي، د عباس عراقچي او ورسره پلاوي وتل له مخکې ټاکل شوي وو او تهران د سپټمبر پر ۱۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د هغوی د سفر په اړه معلومات ورکړي وو.

 

عراقچي له نیویارکه قطر ته تللی دی. قطر د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب کوي او د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې لا هم روانې دي.