خیبر (شال نیوز) : خیبر پښتونخوا پولیس ادعا کوي چې په خیبر ضلعه کې یې له حساسو ادارو سره په ګډه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي، چې پر مهال یې د یوې ناقانونه وسله والې ډلې یو هدف وژونکی وژل شوی دی.
د خیبر پولیسو په وینا، وژل شوی کس د دیني عالم مولانا شیخ محمد ادریس په هدفي وژنه کې لاس درلود او د هدفي وژنو، ترهګرۍ او نورو جدي جرمونو په قضیو کې د قانون پلي کوونکو ادارو ته مطلوب و. پولیس وايي، د عملیاتو پر مهال یو پولیس سرتېری هم ټپي شوی دی.
مولانا شیخ محمد ادریس د روان ۲۰۲۶ کال د مې پر پنځمه د چارسدې د اتمانزو سیمه کې هغه مهال په ډزو ووژل شو چې له خپل کور څخه مدرسې ته روان و. د پولیسو په وینا، بریدګرو د هغه پر موټر ډزې وکړې او مولانا ادریس روغتون ته د لېږد پر مهال مړ شو. په برید کې د هغه دوه امنیتي پولیس هم ټپیان شوي وو.
د هغه د وژنې مسوولیت وروسته د داعش خراسان څانګې منلی و. د خیبر پولیسو په تازه بیان کې د باړې د عملیاتو د وژل شوي کس نوم نه دی ښودل شوی. پولیس وايي، د پېښې په اړه نور معلومات به وروسته شریک کړي.


شال نیوز