د اتمانزو تاڼې پولیس وايي چې په دغه سیمه کې د هدفي برید پېښه رامنځته شوې ده، چې پکې د ناڅرګنده وسلوالو لخوا، نامتو دیني عالم ،شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس، په ډزو وژلی شوی دی.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې مولانا محمد ادریس په خپل موټر کې روان و. وسلوال مخکې له مخکې په کمین کې ناست وو او د هغه موټر یې په نښه کړ، چې پکې نوموړی سخت ټپي شو او روغتون ته د انتقال پر مهال یې ساه ورکړه.

پولیس وایي چې دا یو هدفی برید و او په دغه پېښه کې له مولانا ادریس سره دوه پولیس سرتېري هم ټپیان شوي دي.

 

د پېښې وروسته بریدګر له سیمي تښتېدلي دي، خو پولیس وایي چې دوي سمدستي سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پېل کړي دي. د چارسدې او پېښور ترمنځ په سرحدي سیمو کې هم پلټنې روانې دي تر څو بریدګر ونیول شي.

 

د مولانا محمد ادریس د وژنې خبر په سیمه کې د ژور خپګان سبب شوی او خلک پرې سخت د غم او غصې اظهار کوي.

 

د پېښې نه پس د چارسدې زرګونه خلکو په فاروق اعظم چوک کې سخت احتجاج پېل کړی دی او ټولې لارې یې تړلې دي او په سیمه کې حالات ترینګلي دي.

 

د خېبر پښتونخوا اعلی چارواکو هم د دې پېښې سخته غندنه کړې ده. د صوبې وزیراعلی له پولیسو څخه د پېښې بشپړ راپور غوښتی او د عاملینو د نیولو امر یې کړی دی. همدارنګه، د خېبر پښتونخوا ګورنر ویلي، چې د مولانا ادریس شهادت د صوبې لپاره لویه ضایعه ده او د هغه ژوند د دین او امن لپاره وقف و. نوموړي ژمنه کړې چې قاتلان به ډېر زر د قانون منګولو ته وسپارل شي.

 

د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر هم د پېښې نوټس اخیستی او اړوندو چارواکو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د برید کوونکو د نیولو لپاره دې بېړني ګامونه پورته شي.

 

چارواکي وایي چې د دې برید عاملین به هېڅ صورت کې نه پرېښودل کېږي او ډېر زر به عدالت ته وړاندې شي.

 

تر دې دمه د دې برید مسولیت کومې ډلې ندی منلی، خو د کالعدم پاکستاني طالبانو لخوا د دې برید سخته غندنه شوې ده. د پاکستاني طالبانو ویاند ،خالد خراسانی، شال نیوز ته په یو لیکلي بیان کې، د شیخ الحديث مولانا ادریس په وژنه خفګان څرګند کړی او دا یې د ریاستي ادارو کړنه بللې ، خو دا ډول تورونه ،په داسې پېښو کې، دواړه خواوې لګوي.