کابل (شال نیوز) : د طالبانو د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزیر ،نورالله نوري، له خپلو مخالفانو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي، افغانستان ته ستانه شي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
نوري د چهارشنبې، د سپتمبر ۳۰مې، پر ورځ په کابل کې د ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو د کوچي مشرانو یوې غونډې ته وویل، طالبان له هغو کسانو سره ستونزه نه لري چې له افغانستانه وتلي دي، خو په وینا یې هغوي باید د نورو په ملاتړ د افغانستان پر ضد فعالیت ونه کړي.
هغه مخالفانو ته په خطاب کې وویل: «که کومه ستونزه لرې، راشه مخامخ راته ووایه.» نوموړي زیاته کړه چې طالبان د خبرو او تفاهم لپاره هم چمتو دي.
نوري د کومې ځانګړې مخالفې جبهې نوم وانخیست، خو ویې پوښتل چې مخالفان «افغانستان له چا او څنګه له افغانانو ازادوي؟» هغه دغه راز وویل، که مخالفې ډلې د بل نظام غوښتنه کوي، باید روښانه کړي چې په افغانستان کې د کوم ډول نظام او فکر غوښتونکي دي.
د نوري څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځ، په ځانګړي ډول نورستان او کونړ کې، د طالبانو او وسله والو مخالفانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د افغانستان ازادۍ جبهې ویلي چې په دغو نښتو کې یې لسګونو طالب ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو هم د لسګونو مخالفو وسله والو د وژلو او نیولو خبره کړې ده.
د دواړو خواوو د مرګ ژوبلې شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او نورالله نوري هم په خپله وینا کې په مشخص ډول د نورستان یا کونړ نښتې نه دي یادې کړې.
نوري په همدې غونډه کې پاکستان ته هم خبرداری ورکړ او ویې ویل: «پاکستان دې د افغانستان تاریخ، مېړانه او سیاسي تجربې مطالعه کړي او د افغانانو صبر او زغم دې نه ازمايي.»
هغه وویل طالبان له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو زیاته یې کړه: «که د افغانستان خلکو او مجاهدینو ته اجازه ورکړل شي، په ټل کې به بیرغ درته ودروي.» ټل د پاکستان د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلعه کې، د افغانستان پولې ته نږدې ښار دی.
د نوري څرګندونې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانو امنیتي اختلافونو په ترڅ کې شوې دي. پاکستان په افغانستان کې واکمن طالبان تورنوي چې تحریک طالبان پاکستان ته یې د افغانستان خاوره د فعالیت لپاره ورکړې ده. طالبان دا تور ردوي او وايي د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده.
د طالبانو د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د کابل غونډې ته د ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا د کوچيانو مشران، دیني عالمان او قامي مخور ورغلي وو.
د وزارت په وینا، ګډونوالو د استوګنې، څړځایونو، تعلیم، روغتیا او نورو اساسي خدمتونو په اړه خپلې ستونزې هم له طالب چارواکو سره شریکې کړې.


شال نیوز