کابل (شال نیوز) : د طالبانو مخالفې ازادۍ جبهې ویلي، په کونړ او نورستان ولایتونو کي له طالب ځواکونو سره په نښتو کي تر ۸۰ ډېر طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د جبهې ویاند نصرالله فاتح ویلي، دا مرګ ژوبله په هغو نښتو کي اوښتې چې په وروستیو ورځو کي د دواړو لورو ترمنځ شوې دي. نوموړي د وژل شویو او ټپیانو جلا شمېر نه دی ورکړی.
فاتح ویلي، طالب ځواکونو د دوی پر مورچو بریدونه کړي، خو د ده په وینا، بریدونه په شا تمبول شوي او طالبان له مرګ ژوبلې وروسته شاتګ ته اړ شوي دي.
طالبانو بیا د جګړې په اړه بېل ارقام ورکړي دي. د طالبانو د دفاع وزارت د سپټمبر پر ۲۷مه ویلي وو چې د نورستان په کامدېش کي یې د خپلو مخالفو وسله والو ۲۸ کسان وژلي او ۳۲ نور یې نیولي دي. د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکو هم ویلي وو چې شاوخوا ۴۰۰ کسانو نورستان ته د ننوتلو هڅه کړې وه.
په ځینو راپورونو کي د طالبانو له قوله د مخالفو وسله والو د مرګ ژوبلې نور ارقام هم خپاره شوي دي، خو د جګړې له سیمې خپلواکه تایید نشته.
شال نیوز د ازادۍ جبهې د تر ۸۰ ډېرو طالب ځواکونو د وژل کېدو یا ټپي کېدو ادعا په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای. همدارنګه د طالبانو له خوا د خپلو مخالفینو د مرګ ژوبلې اعلان شوي ارقام هم خپلواک تایید نه لري.
د نورستان د جګړې سیمو ته د خپلواکو خبریالانو لاسرسی محدود دی، له همدې امله د جګړې د تلفاتو او د سیمو د کنټرول په اړه د دواړو لورو د ادعاوو خپلواکه ارزونه ستونزمنه ده.


شال نیوز