پېښور (شال نیوز) : په خېبر پښتونخوا کې په وروستیو اوونیو کې د پولیسو په حراست کې د نیول شویو کسانو د وژل کېدو څو پېښو دا پوښتنه راپورته کړې چې پولیس ولې د هغو کسانو حفاظت نه شي کولی چې تر نیولو وروسته یې په تحویل کې وي؟
تازه پېښه د یکشنبې، د سپټمبر پر ۲۷مه، په خېبر ضلعه کې شوې ده. پولیس وايي، د ملاګوري تاڼې د ایس ایچ او ریاض حسین اپرېدي د وژنې په قضیه کې نیول شوي اشفاق احمد او هدایت خان وروسته په ډزو کې وژل شوي دي.
ریاض حسین اپرېدی د ملاګوري په شیربرېج سیمه کې د نان کسټم پېډ موټرو د سمګلنګ پر ضد د کارروایۍ پر مهال په ډزو کې ټپي شوی و او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
پولیسو اشفاق احمد او هدایت خان د پېښې په تړاو نیولي وو. پولیس وايي، دواړه یې د پېښې د ځای د نښه کولو لپاره بیول چې د هغوی ملګرو پر پولیسو ډزې وکړې. د پولیسو په وینا، دواړه نیول شوي کسان په ډزو کې ووژل شول، پولیس خوندي پاتې شول او بریدګر وتښتېدل.
خو د وژل شویو کسانو تره ایران شاه سکندرخېل وايي، دواړه ورېرونه یې بېګناه وو او دی به د پېښې په اړه د خپلې کورنۍ دریځ او معلومات له خلکو سره شریک کړي. تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده معلومه شوې چې دواړه کسان د چا په ډزو وژل شوي دي.
له بحرین څخه راوستل شوی ممتاز هم د پولیسو په تحویل کې ووژل شو
د ملاګوري پېښه یوازینۍ نه ده. د اګست پر ۳۱مه ممتاز خان، مشهور په ممتازي، چې پولیسو په لسګونو قضیو کې مطلوب باله، له بحرین څخه د انټرپول له لارې پاکستان ته راوستل شوی و.
پولیسو ویلي وو، ممتاز له اسلاماباد هوايي ډګر څخه پېښور ته انتقالېده چې ناردرن بای پاس ته نږدې پر پولیسو وسله وال برید وشو. ممتاز په ډزو کې ووژل شو او دوه پولیس افسران ټپیان شول. پولیسو ویلي وو، دوه بریدګر هم د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
خو د ممتاز کورنۍ د پولیسو دا روایت رد کړی دی. د هغه مور پېښور های کورټ ته عریضه کړې او تور یې لګولی چې زوی یې له بحرین څخه تر راوستلو وروسته په جعلي پولیس مقابله کې وژل شوی دی. پېښور های کورټ د سپټمبر پر اتمه د ممتاز د وژل کېدو په اړه ایف ای اې ته د پلټنو امر وکړ.
په پېښور کې څلور نیول شوي کسان
د سپټمبر پر ۱۱مه په پېښور کې څلور نور کسان، چې پولیسو د دوو ښځو د جنسي تېري په قضیه کې نیولي وو، هم د پولیسو په حراست کې ووژل شول.
پولیسو ویلي وو، نیول شوي کسان یې د پېښې د ځای د نښه کولو لپاره بیول چې وسله والو پرې ډزې وکړې. څلور واړه نیول شوي کسان ووژل شول، خو پولیس خوندي پاتې شول او بریدګر وتښتېدل.
د بډه بېرې ۱۹ کلن سلمان
د سپټمبر پر ۲۲مه په بډهبېر کې ۱۹ کلن سلمان هم د پولیسو په تحویل کې ووژل شو. پولیسو سلمان د قبرونو د سپکاوي په تور نیولی و. د پولیسو په وینا، هغه یې د شیخان هدیرې ته د پېښې د ځای د نښه کولو لپاره بیوه چې په درې موټرسایکلونو سپرو شپږو وسله والو پر پولیسو ډزې وکړې.
پولیس وايي، سلمان په ډزو کې ولګېد او وروسته یې ساه ورکړه. د پولیسو موټر، د یوه پولیس بلټ پروف جاکټ او هیلمټ هم په مرمیو لګېدلي وو، خو پولیس خوندي پاتې شول او بریدګر وتښتېدل.
ورته روایتونه، مهمې پوښتنې
په دغو ټولو پېښو کې حالات یو شان نه دي. د ممتاز په پېښه کې دوه پولیس افسران هم ټپیان شوي او پولیسو د دوو بریدګرو د وژلو خبره کړې وه.
خو د ملاګوري، پېښور او بډهبېر په پېښو کې د پولیسو په روایتونو کې یو شمېر ورته ټکي لیدل کېږي: نیول شوي کسان د پولیسو په تحویل کې وي، د پېښې د ځای د نښه کولو لپاره بیول کېږي، وسله وال پر پولیسو برید کوي، نیول شوي کسان وژل کېږي او بریدګر تښتي.
د دغو پېښو ورته والی په خپله دا نه ثابتوي چې پولیسو نیول شوي کسان وژلي یا مقابلې جعلي وې.
خو دا پوښتنه راپورته کوي چې د پولیسو په تحویل کې د نیول شویو کسانو د حفاظت مسوولیت د چا دی؟ د انتقال پر مهال یې د امنیت لپاره څه انتظام کېږي؟ او کله چې یو نیول شوی کس په داسې پېښه کې وژل کېږي، د پولیسو له خپل بیان پرته د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره کومه خپلواکه پلټنه کېږي؟
د دغو پوښتنو د ځواب لپاره د ایف ایي ارونو، پوسټ مارټم راپورونو، د مرمیو او وسلو د عدلي معاینې او د پېښو د ځایونو د نورو شواهدو خپلواکه ارزونه مهمه ده.
د ممتاز په قضیه کې پېښور های کورټ د ایف ای اې د پلټنو امر کړی، خو د ملاګوري د دوو نیول شویو کسانو د وژل کېدو په اړه تر اوسه د کومې خپلواکې پلټنې نتیجه نه ده خپره شوې.


شال نیوز