پېښور: د پېښور پولیس وايي د پېښور په مضافاتي سیمه بډه بېر کې د قبرونو د مبینه سپکاوي په تور نیول شوی ۱۹ کلن سلمان ،د سپتمبر په ۲۲مه، هغه مهال د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې وژل شوی چې پولیسو د پېښې د ځای د ورښودلو لپاره هدیرې ته بیوه.

 

پولیس وايي سلمان د د سپتمبر په ۲۱ مه هغه مهال نیول شوی و چې په شیخان سیمه کې په یوه هدیره کې یې د تازه خښې شوې یوې ماشومې مړی له قبره را ایستلی او د سپکاوي په حال کې نیول شوی و.

 

د دې پېښې مقدمه د شیخان د یو اوسېدونکي په غوښتنه ثبت شوې وه. په مقدمه کې د عبادت ځای یا هدیرې د سپکاوي، جنسي تېري، د ماشومانو د خوندیتوب او هوساینې قانون او د بهرنیانو د قانون له مخې مادې شاملې شوې دي.

 

پولیس وايي په مقدمه کې د بهرنیانو د قانون ماده ځکه شامله شوې چې سلمان د افغانستان اوسېدونکی و. د مقدمې له مخې د سیمې د هدیرې ساتونکي سلمان هغه مهال نیولی و چې د دوو یا درېیو کلونو یوې ماشومې مړی یې له قبره ایستلی او کفن یې ترې لرې کړی و.

 

په مقدمه کې دعوه شوې چې تورن کس تر دې وړاندې هم د ښځو د مړو د قبرونو د کیندلو او د هغوی د سپکاوي په څو پېښو کې لاس درلود. خو پولیسو تر اوسه د دغو پخوانیو ادعاوو په اړه خپلواکه پلټنه نه ده بشپړه کړې.

 

پولیس وايي د سلمان له نیول کېدو وروسته ګڼ خلک هدیرې ته راټول شوي وو او حالت ترینګلی شوی و، چې وروسته پولیسو خلک له سیمې خواره کړي او سلمان یې له ځان سره بیولی و.

 

د پېښور پولیسو د سپتمبر په ۲۱ مه ویلي وو چې د پېښور د پولیسو مشر ډاکټر میاں سعید احمد د پېښې د بشپړې او شفافې پلټنې لپاره د یوې کمېټې د جوړولو امر کړی او له ځايي خلکو یې د ارام پاتې کېدو غوښتنه کړې وه.

 

پولیس وايي، د سې شنبې په ماښام د سپتمبر په ۲۲مه سلمان د پېښې د ځای د ورښودلو لپاره شیخان هدیرې ته وړل کېده چې پر پولیسو درې موټرسایکلونو سپرو شپږو نامعلومو وسله والو ناڅاپه ډزې وکړې.

 

د پولیسو په وینا په ډزو کې د پولیسو موټر او د یو پولیس سرتېري ضد مرمۍ واسکټ او خولۍ زیانمن شوي او سلمان هم سخت ټپي شوی و. پولیس وايي سلمان روغتون ته د لېږدولو پر مهال په لاره کې مړ شو په داسې حال کې چې برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي.

 

پولیس دعوه کوي چې د لومړنیو پلټنو پر مهال سلمان د لسو قبرونو د سپکاوي اعتراف کړی و. د پولیسو په وینا د د تورن کس پر ضد د دعوه شوو پېښو او پر پولیسو د برید په اړه پلټنې روانې دي او د برید کوونکو د نیولو لپاره د لټون عملیات هم دوام لري.